تازه خبرونه
چین په افغانستان کې له طالب مشرانو د جګړې پای ته رسول وغوښتل
چین له طالبانو غوښتي، چې جګړه ودروي او د افغانستان په ودانولو کې رغنده رول ولوبوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چارشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د طالبانو له نهه کسیز پلاوي سره وکتل.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې د طالبانو نهه کسيز پلاوی د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ چین ته په دوه ورځني سفر تللی او په افغانستان کې یې د روانو حالاتو او سولې بهیر په اړه خبرې کړې دي.
د نعیم د څرګندونو له مخې؛ چین ته د سفر پرمهال ډاډ ورکړ شوی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ یو هېواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي. چین هم ژمنه کړې، چې د افغانستان له خلکو سره به خپلې همکارۍ روانې ساتي او د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نکوي، بلکې د ستونزو د حل او د سولې په راوستو کې به مرسته کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه په ډاګه کړې، چې چین د طالب پلاوي له لیدنې حکومت ته خبر ورکړی و.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه بلنه د په افغانستان کې د امنیتي وضعیت، د طالبانو تر څنګ د بهرنيو جنګیالیو او ترهګرو شتون او د چین د حکومت د سولې خبرو او سیاسي هوکړه لیک څخه د ملاتړ په اړه د هغه هېواد اندېښنې څرګندولو په موخه تر سره شوې ده.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې چین له طالبانو غوښتي، چې سیاسي حل ومني او له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره اړیکې قطع کړي.
دغه راز ویل شوي، چې ګډ امنیتي ګواښونه او ګډ سیاسي او اقتصادي ګټو ته په پاملرنه او د دواړو ولسمشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د وروستيو خبرو افغانان تمه لري، چې د افغانستان او چین حکومتونه سیمه ییز اجماع او نړیوال فشار پیاوړی کړي. طالبان باید د تاوتریخوالي په پای ته رسولو، اوربند رامنځته کولو، د سولې په خوندي کولو او په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د شتون په پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.