تازه خبرونه
چین په تېر یوه کال کې له کرونا څخه د مړېنې لومړنۍ پېښې ثبت کړې
چین نن (شنبه د کب ۲۸) له یوه کال وروسته پر کرونا ویروس د اخته ناروغ د مړېنې له لومړنیو پېښو خبر ورکوي.
د رویټرز د چین د ملي روغتیا کمیسیون د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د چین په شمال ختیځه سیمه جیلین کې، چې له شمالي کوریا او روسیې سره ګډه پوله لري، د کرونا ویرس اړوند د مړېنې دوه نوې پېښې رامنځته شوې دي.
له دې مخکې په چین کې د کرونا وروستۍ پېښه د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۲۵ ثبت شوې وه.
دغه راز چین د جمعې پر ورځ د کرونا ویرس له ۲۲۲۸ نویو پېښو له ثبت راپور ورکړ او د پنجشنبې د ورځې د مثبتو پېښو شمېر ۲۴۱۶ ته رسېدلی و.
د کرونا ویروس له نویو ثبت شویو پېښو څخه د ۲۱۵۷ پېښو د رامنځته کېدو علت سیمه ییز و. یعنې د کروړنا ویروس ډېرې پېښې د جیلین له سیمې راپور شوې دي.
په چین کې د کرونا ویروس له راپیلېدو راپدیخوا ۴۶۳۸ مړه شوي دي.
په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۴۶۲ ته رسېدلی دی.