سیمه ییز خبرونه
ډانفورد: امريكا به له ۲۰۱۴ كال وروسته څو زره پوځيان افغانستان كې پرېږدي
په افغانستان كې د مېشتو نړيوالو ځواكونو قومندان جنرال جوزف ډانفورد وايي، امريكا به له ۲۰۱۴ كال وروسته افغانستان كې څو زره پوځيان پرېږدي. نوموړى وايي، د دې كار موخه دا ده، چې دا ځواكونه له القاعده او نورو سخت دريځو سره مبارزه وكړي.
طالبان په افغانستان كې راتلونكې ټاكنې د امريكا دسيسه بولي او وايي، په دې سره دا هېواد غواړي خپل لاسپوڅي واك ته ورسوي او خلكو ته يي خبردارى وركړى، چې كه د رايو صندوقونو ته ولاړ شي، نو د دوی له بريدونو سره به مخ شي.
خو په افغانستان كې د مېشتو نړيوالو ځواكونو لوى قومندان دا ګواښونه جدي نه بولي.
په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو لوى قومندان جنرال جوزف ډانفورد وايي:
افغان ځواكونه دې ته تيار دى، چې د ټاكنو امنيت په بشپړه توګه ونيسي، او په دې توګه په ټاكنو كې د احتمالي درغليو مخه ونيسي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، وروسته له دې، چې ما د طالبانو د بېلابېلو بريدونو پر وړاندې د افغان ځواكونو غبرګون وليد، ډاډمن شوم، چې هغوی كولاى شي، د امن په فضا كې ښو ټاكنو او د لومړني سياسي واك سوله ييز لېږد ته زمينه برابره كړي.
د امريكا دې څلور ستوريز جنرال وويل، امريكا به له ۲۰۱۴ كال وروسته څو زره پوځيان افغانستان كې پرېږدي څو له القاعده او نورو سخت دريځو سره مبارزه وكړي.
هغه همدارنګه وويل، امريكا به د خپلو سرتېرو د خوندي ساتلو لپاره په هر اقدام لاس پورې كړي.
نوموړي حقاني شبكه د افغانستان د امنيت لپاره ستر ګواښ وبلله، او ويي ويل، په دې شبكې فشارونه زيات شوي او مالي سرچينې يي محدودې شوي او افغانستان ته د دې شبكې د غړو تګ راتګ هم كم شوى دى.
امريكايي پوځيانو ۱۳ كاله مخكې د القاعده او طالبانو د رژيم پر خلاف د پوځي اقدام لپاره افغانستان ته را مخه كړه.
د جګړې له پېل څخه تر اوسه امريكا په دې هېواد كې نهه سوه ميليارد ډالر لګولي او شاوخوا ۳۳۰۰ بهرني پوځيان، چې زيات يي امريكايان دي دې جګړه كې وژل شوي دي.