تازه خبرونه
ډاکټره ملالۍ فیضي د ملالۍ روغتون د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه
د افغانستان عامې روغتیا وزارت څرګنده کړی، چې ډاکټره ملالۍ فیضي په کابل کې د ملالۍ زېږنتون د نوې مشرې په توګه ټاکل شوې ده.
ملالۍ فیضي د اسلامي امارت یوازنۍ ښځینه کارمنده ده، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د ریاست پر دنده ګومارل کیږي.
د روغتیا وزارت لخوا د ملالۍ فیضي ټاکل په تېرو څو ورځو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نجونو حقونو او په ځانګړي توګه د کار او زدکړو په برخه کې د اسلامي امارت کړنلاره په کور دننه او نړیواله کچه له نیوکو سره مخ شوې؛ خو یو شمېر افغانانو د ملالې زېږنتون د ادارې د مشرې په توګه د میرمن ملالۍ فیضي له ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.
د میدان وردګ پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري ټویټ کړی، چې که څه هم د ښځو د روغتون مشره باید یوه ښځه وي؛ خو د ډاکټر ملالۍ له ټاکلو خوشحاله شوې، ځکه دا لومړۍ میرمن ده، چې د حکومت لخوا غوره او پر دنده ټاکل کیږي.
سره له دې، چې نړیوالې ټولنې بشري حقونو ته په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی له اسلامي امارت سره د تعامل اساسي شرطونه بولي؛ خو اسلامي امارت تر اوسه پرته له ملالۍ فیضي کومه بله ښځه پر کوم لوړ مقام ټاکلې نده.
ډاکټر ملالۍ فیضي په ۱۳۷۴ لمریز هجري / زېږدیز۱۹۹۵ کال کې د افغانستان د طبي علومو له پوهنځي فارغه شوې او په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې د بېلابېلو روغتونونو او ادارو په ځانګړي توګه د ماشوم او مور د روغتیا په تخصصي څانګو کې کار کړی دی.