سوداگري

ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې

دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بې‌ساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

Published

on

د سرو زرو د نړیوالې شورا د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو زیاتولو ته مخه کړې ده.

دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بې‌ساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د ۷۴ مرکزي بانکونو د دغې سروې له مخې، ۵۴ سلنه ځواب‌ورکوونکو ویلي، چې د سرو زرو زېرمې به یې له بدلون پرته پاتې شي او یوازې یې د یوې سلنې د کمېدا شونتیا یاده کړې ده.

دغه راز ۹۳ سلنه ګډونوالو ویلي، چې اوسمهال سره زر د دوی د بهرنیو اسعارو د زېرمو برخه جوړوي. په داسې حال کې، چې دا کچه تېر کال ۸۱ سلنه وه.

د کړکېچونو پر مهال د سرو زرو ښه چلند، په اوږدمهال کې د ارزښت ساتنه، د زېرمو تنوع او د جیوپولیټیکي خطرونو پر وړاندې خوندیتوب هغه مهم عوامل بلل شوي، چې مرکزي بانکونه یې د دغه ګران بیه فلز د ساتلو لوري ته هڅولي دي.

یاد راپور دا هم ښيي، چې ځینې مرکزي بانکونه د خپلو سرو زرو د زېرمو د ساتنې ځایونه لېږدوي یا یې متنوع کوي. د سرو زرو د نړیوالې شورا د موندنو له مخې، Bank of England اوس هم د نړۍ د مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو د ساتنې تر ټولو محبوب مرکز ګڼل کېږي.

Trending

Exit mobile version