تازه خبرونه
ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت د هراړخیزې سیاسي تګلارې په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او پراختیا غواړي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني او د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستي سفرونه د اړیکو د پراختیا لپاره مهم یاد کړل او وایي، چې ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.
سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق دغه څرګندونې تېر ماښام (شنبه د چنګاښ نهمه) د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.
دوی د تلپاتي امنيت د خوندیتوب په اړه له خپلو هڅو يادونه هم وکړه او وایي، چې د ادارو ترمنځ ښې همغږۍ او هر اړخيز امنيتي پلان خلکو ته د ډاډمن امنيت زمينه برابره کړې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت د هراړخیزې سیاسي تګلارې په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او پراختیا غواړي.
ویل کیږي، چې د مثبتو تعاملاتو په پایله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې مخ پر پراختیا دي او دا د اسلامي نظام د سیاسي پرمختګ پوره ښکارندویي کوي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.
دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.
دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼشمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سولهییزې حل کړي.
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.
قطر د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.
-
نړۍ5 days agoپه مکسیکو کې د اور لګېدو له کبله ۲۳ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days agoولې افغانستان زلزلو ته ډېر مناسب دی؟
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په شمال کې زلزلې بشري وضعیت اغېزمن کړی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه2 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي
-
تازه خبرونه3 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سوریې ولسمشر الشرع واشنګټن ته سفر کوي – د امریکا ځانګړی استازی
-
تازه خبرونه5 days agoپه هرات ولایت کې هریرود سیند ته د سلما بند اوبه خوشې شوې
