سیمه ییز خبرونه
ډېر ژر به د ایران په اړه پرېکړه وکړو- ټرمپ
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فلوریډا څخه سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو په لاره کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه یوه نوې ادعا وکړه.
له ایران سره د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه د امریکا ولسمشر ادعا وکړه؛ تمه ده، چې “ ډېر ژر به په دې اړه پرېکړه وکړو“
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فلوریډا څخه سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو په لاره کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه یوه نوې ادعا وکړه.
هغه په ایر فورس ون کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د شنبې د ورځې د مسقط خبرو اترو ته نغوته(اشاره) وکړه او ادعا یې وکړه: “مونږ به ډېر ژر د ایران په اړه پرېکړه وکړو!”
د چټکې پریکړې کولو په اړه د هغه ادعا په داسې حال کې راپورته شوه، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو د شنبې پر ورځ په عمان کې د هغه د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د هغه د ملګري پلاوي په ګډون ترسره شو.
په ۲۰۱۸ کال کې د خپل لومړي پېر په لړ کې له اټومي تړون څخه د ټرمپ یو اړخیز او غیرقانوني وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه دا غیر مستقیمې خبرې اترې ترسره کیږي.
سي این این پرون د یوې باخبرې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړ؛ د امریکا او ایران خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ دوام وکړي او شونې ده، چې په یوه اروپايي هېواد کې ترسره شي.
د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته عراقچي د امریکا د مذاکره کوونکې ډلې سره د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړي پړاو ته پر نغوته(اشاره) وویل: “مونږ د عمان د بهرنیو چارو وزیر د هڅو او سخت کار له کبله شاوخوا دوه نیم ساعته غیر مستقیمې خبرې اترې وکړې. دواړه پلاوي یو بل ته تلل او دا کار شاوخوا څلور ځله ترسره شو. د دغو غیرمستقیمو خبرو لومړۍ غونډه رغنده وه او په ارامه او له درناوي څخه په ډک چاپیریال کې ترسره شوه. دوهبم پړاو به راتلونکې شنبه ترسره شي. هیڅ نامناسبه ژبه نده کارول شوې او دواړو خواوو د دې خبرو اترو د پرمختګ لپاره خپله ژمنه څرګنده او هوکړه وشوه، چې خبرې به دوه اړخیزه ګټه او مساوي اساس و لري.”
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”
د خان کورنۍ پرلهپسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونهرسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.
۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشهخانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.
د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو لهخوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.
قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”
د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.
قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
