تازه خبرونه
ښکېل افغان لوري دې خپل هېواد ته لومړیتوب ورکړي – زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چارشنبې پر سهار په ډاګه کړې، چې ټول ښکېل افغان مشران باید خپل هیواد ته لومړیتوب ورکړي او د تېرو تېروتنو د تکرار پر ځای یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي؛ پرته له دې د جګړې پای ته رسیدل بله لار نلري.
نوموړي د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې څرګنده کړې، چې ټول افغانان د سولې تږي او ارماني دي او ډېر ژر باید د افغانانو خپلمنځي خبرې د افغانانو پر مشرتابه پیل شي، چې دا یو تاریخي او ژوند بښونکی ګام دی.
هغه دغه راز د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ ویلي: مونږ د افغانستان خپلواکي او سوله غواړو.
د افغان حکومت او طالبانو د خپلمنځي خبرو د پیلولو لپاره زلمي خلیلزاد ډېر کار کړی او د دې بهیر رامنځته کوونکی ماشین یادیږي.
د افغانستان د خلکو خپلمنځي خبرې اترې یوځل بیا له هغې وروسته وځنډیدلې، چې حکومت تېره اوونۍ ۸۰ بندیان خوشې کړل؛ خو ورسره د خبرو د ناکامۍ وېره او اندېښنه هم رامنځته شوه.
ولسمشر اشرف غني، چې تېره دوشنبه یې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو امر کړی و؛ تر دې دمه ترې یوازې ۸۰ کسان خوشې شوي او پاتې۳۲۰ زندانیانو ته د “سخت دریځو” په توګه کتل کیږي، چې د دوحې د هوکړې د پلي کولو یو لوی خنډ ګرځیدلی دی.
ستونزه یوازې پر هغو شپږ بندیان راڅرخي، چې د امریکا، آسترالیا او فرانسې اتباع یې وژلي او دوی غوښتنه کړې، چې حکومت باید دا بندیان خوشې نکړي.
اسوشیتید پریس څرګنده کړې، چې حکومتي سرچینو ویلي؛ طالبانو اوس هم شاوخوا ۲۰ افغان کماندو بندیان ساتلي او د دوی دا پاتې بندیان به تر هغې خوشې نشي، ې زمونږ سرتېري خوشې شوي نه وي.
د دوشنبې پر ورځ د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي هم وویل، چې د طالب بندیانو خوشې کیدل به تر هغې وځنډول شي، چې طالبان دولتي سرتېري خوشې نکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ دا زړور ګام هم پورته کوو او پاتې بندیان به هم خوشې شي، نو ولې طالبان زمونږ اسیران نه خوشې کوي، چې شمېر یې هم خورا ډېر لږ دی؟
له دې مخکې د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې وه، چې طالبان دې هم د حکومت پاتې بندیان را خوشې کړي؛ خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د دوحې د هوکړې له مخې د ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو د خوشې کولو شمېر پوره شوی او په بند کې د نورو امنیتي سرتېرو په اړه معلومات نلري.