تازه خبرونه

کابل او اسلام آباد د اړیکو نوي څپرکي ته د زمینې برابرولو هڅې کوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي پخلاینې عالی شورا مشرعبدالله عبدالله په اسلام آباد کې له پاکستانیو لوړ پوړیو چارواکو سره له دوه ورځنیو پرلپسې ناستو وروسته، نن  چهارشنبه ( د تلې ۹) خپل درې ورځنی سفر پای ته رسوي او هېواد ته به له دې ښکاره پیغام سره، چې دواړه حکومتونه د دوه اړخيزو اړيكو د پياوړي كولو پر اړتیا پوهیدلي؛ راستون شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله، چې له ۲۰۰۸ راپدیخوا یې پاکستان ته سفر نه و کړی؛ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون یې له مهمو چارواکو سره لیدلي دي.

د عبدالله عبدالله او پاکستانيو چارواکو تر منځ خبرې اترې د دواړو حکومتونو په اړیکو کې د ښه بدلون زیری لري، چې له کلونو راپدیخوا یې ستونزې لرلې.

عبدالله عبدالله د اسلام آباد په ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال خپلمنځي خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې د پاکستان هڅې ستایلي دي.

نوموړي ویلي: پاکستان نه یوازې د خبرو اترو په آسانولو کې ارزښتمنې هڅې کړي، بلکې تر بریا  او پایه  له دې بهیره ملاتړ کوي او د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره به له خلکو او حکومت سره هم همکاري ولري.

د کلونو لپاره دواړو حکومتونو ښې اړیکې نه درلودې، خو د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله څرګنده کړې؛ له ډېرو کړاوونو وروسته اوس مونږ اړتیا لرو، چې له دسیسو جوړولو پرته خپلې اړیکې سمې کړو، چې عادي پر مخ ولاړې شي.

عبدالله عبدالله وایي؛ مونږ اړ یو، چې له زیانونو، ګواښونو او فرصتونو پند واخلو. په ځانګړي توګه که مونږ د بریا وو لپاره د ننګونو کچه راټیټه کړې وه، اعتدال مو هڅولی وای؛ نو اوس به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیت، اقتصادي ادغام او د خلکو تر منځ اړیکې به مو نورې هم غښتلې او پیاوړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دغو مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي، چې اوس باید تېروتنې تکرار نشي او په دوه اړخیزو اړیکو کې نوی څپرکې رامنځته شي.

هغه عبدالله ته ډاډ ورکړ، چې پاکستان په افغانستان کې ځانګړې ګټې نلري او اسلام آباد نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. مونږ د افغانستان ملي واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو.

Trending

Exit mobile version