تازه خبرونه
کابل تر دې دمه په ګواښوونکي چاپېریال کې ندی – امریکا
پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت ويلي؛ سره له دې، چې د طالبانو له خوا ښارونه چټک نیول کېږي؛ خو کابل تر دې دمه په ګواښوونکي چاپېریال کې ندی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې طالبان هڅه کوي کابل منزوي کړي.
د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي: کابل تر دې دمه په ګواښونکي چاپیریال کې ندی. که تاسې د طالبانو کړنې وڅارئ؛ نو تاسې به وګورئ، چې دوی د کابل د منزوي کولو هڅه کوي.
دغه راز طالبانو په دې وروستیو کې پر ښارونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د هرات، کندهار، زابل، لوګر او پکتیکا په ګډون یې یو شمېر ښارونه نیولي دي.
یوه امریکایي چارواکي پرون رویټرز ته ویلي وه، چې ممکن طالبان په راتلونکبو څو ورځو کې کابل ته دننه شي.
امریکا ویلي، چې د طالبانو د چټک پرمختګ په اړه اندېښنه لري.
کربي وایي؛ مونږ شاهدان یو. مونږ د طالبانو سرعت او د مقاومت نشتوالي ژور اندېښمن کړي یو.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون ویلي وه، چې د ولسمشر غني په مشرۍ په امنیتي غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي.
په هرحال، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو په ټول هېواد کې بې ځایه کیدنه زیاته کړې ده.
ملګري ملتونه وايي، د روان کال له پیل راپدیخوا ۴۰۰ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، چې ۲۵۰ زره یې د می له میاشتې راپدیخوا بې ځایه شوي دي.