تازه خبرونه

کابل ته د ترکیې د هوايي شرکت الوتنې بیا پیل شوې

Published

on

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د څرګندونو له مخې؛ له څه باندې درې کلن ځنډ وروسته نن سهار سې شنبه د غبرګولي لومړۍ د ترکیش هوايي شرکت الوتکه کابل ته راورسېده.

په هغو مراسمو کې، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او ادراي مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد، د هوايي ډګرونو لوی رییس الحاج عبدالستار غروال، د ترکیې سفیر جنک اونال او د وزارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود ویل شوي، چې د کابل او استانبول ترمنځ به هره اوونۍ څلور الوتنې ترسره کیږي.

د خصوصي سکتور ځیني غړي افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو پر راتلو خوښي ښیي او څرګندوي؛ د ترکیې، عربي اماراتو، دبۍ او هندوستان په ګډون هېوادونه دې افغانانو ته د ویزې د ورکړي په برخو کې اسانیتاوې برابرې کړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزی ویلي: مونږ خوښ یوو، چې په هېواد کې مو د نړۍ معتبرهوايي شرکتونه پروازونه کوي؛ خو هغه هېوادونه، چې افغانستان ته الوتنې کوي افغانانو ته باید ویزې ورکړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.

دوی وایي؛ که د نړیوالو هوايي شرکتونو له‌خوا افغان صادارتو لپاره د کارګو خدمتونه پراخ شي؛ د هېواد وچه او تازه میوه به د نړۍ مارکیټونو ته په منظم ډول او پرټاکلې وخت ورسیږي.

ویل کیږي، چې د یاد هوايي شرکت د الوتنو له پیلېدا سره به ترکیې هېواد ته د افغان مسافرو لپاره د سفر پر اسانتياوو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي ټرانسپورټ او سوداګریزې اړیکې هم پراختیا ومومي.

Trending

Exit mobile version