تازه خبرونه

کابل ته د پنجشېر د اوبو رالیږدولو د پروژې سروې پیل شوه

Published

on

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکو د پنجشېر له والي سره په کتنه کې ویلي، چې د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د اوبو د رالېږدولو پروژې د سروې کار پیل شوی دی.

د انرژۍ او اوبو وزارت د سروې او ډیزاین رییس محمد عارف مومند زیاته کړې، چې د پنجشېر ولایت له مرکز بازارک څخه د کابل تر تره‌خېلو پورې د ۱۲۰ کیلومټرو پر اوږدوالي د دغې پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي.

د پنجشېر والي هم کابل ته د دې ولایت د اوبو د لېږدولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

یو ترکي SKM نومی ساختماني شرکت هم له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو په رالیږد کې ښکېل دی.

د دغه شرکت مسوولینو ويلي، د خپلې پروژې د پلي کولو لپاره د دولتي بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لري.

تمه ده، چې کابل ته د پنجشېر د اوبو د رالېږد پروژې له پلي کېدو سره به په کابل کې د څښاک د پاکو اوبو ستونزه تر یوه حده حل شي او دوه میلیون خلک به ترې ګټه پورته کړي.

Trending

Exit mobile version