سوداگري
کابل ته ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته رارسېدلې
د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې پرون (دوشنبه د مرغومي ۲۰) ۳۲ میلیون امریکايي ډالره نغدي مرسته کابل ته رارسېدلې ده.
دغه نغدي مرسته د افغانستان نړیوال بانک (ای آی بي)ته سپارل شوې ده.
د افغانستان بانک وايي، مونږ له هرې هغې بشري هڅې ستاینه کوو، چې نه یوازې له بېوزلو او بېوسو سره د مرستې لامل کیږي، بلکې ورسره هېواد ته پیسې هم رادننه کیږي.
له دې مخکې هم د تېر زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې کابل ته نغدي مرستې رارسېدلې وې.
د نغدو پیسو د کمي له کبله څو اوونۍ مخکې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په چټکۍ راټیټ شو، چې ورسره د اومو توکو بیې هم لوړې شوې.
دمګړۍ د بهرنيو اسعارو په بازارونو کې يو امريکايي ډالر تر سل افغانيو تبادله کېږي.
د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې د لوړېدو اصلي لامل په بازار کې د ډالرو کموالی دی.
