تازه خبرونه

کابل د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه توب ته چمتووالی څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي په کابل کې د سیمې د هېوادونو د خاصو استازیو د غونډې د جوړېدو په اړه بحث او د نظر تبادله کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د سیمي د هېوادونو د ځانګړیو استازیو د ګډې غونډې د جوړېدو غوښتنه وشوه.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ امیر خان متقي د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراخولو، په ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره د قونسلي خدماتو پر تسهیل، د افغانستان-ایران د ګډ سرحد د خوندیتوب او ګڼو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

متقي ایراني پلاوي ته څرګنده کړې، چې په ایران کې د افغان مهاجرینو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او په حقوقي او قضائي موضوعاتو کې د همکاريو لپاره به له ایران څخه یو با صلاحیته قضائي او حقوقي پلاوی کابل ته د  ستري محکمې لخوا راوبلل شي.

حسن کاظمي قُمي د خپلو خبرو په پیل کې ایران ته د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي  او ورسره پلاوي له ورتګ او په دوه اړخیزو همکاریو کې د پرمختګ د یادونې تر څنګ پر سیمه‌ییز اتصال، د چابهار بندر د فعالیت، د چین- افغانستان او ایران اقتصادي دهلیز او د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه د ایران پر چمتوالي بحث وکړ.

ویل کیږي، چې قُمي د افغانستان اوسني مثبت وضعیت ته پر کتو د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼي او په اړه یې د افغان حکومت دریځ وستایه.

Trending

Exit mobile version