تازه خبرونه

کابل هوایي ډګر کورنیو او بهرنیو الوتنو ته بیا پرانستل شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۴, ۱۴۰۰)

د رویټرز د راپور له مخې؛ د قطر هېواد د تخنیکي ډلې پر همکارۍ کابل هوایي ډګر کورنیو او بهرنیو الوتنو ته پرانستل شو او د شنبې پر ورځ ترې آریانا افغان هوای شرکت درې لویو ولایتونو ته بیا الوتنې پیل کړې.

د افغانستان هوایي شرکت ادارې په ډاګه کړې، چې له کابل څخه هرات، مزار شریف او کندهار ولایتونو ته الوتنې پیل شوې دې.

د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: د آریانا افغان هوای شرکت ویاړي، چې خپلې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې بیا پیل کړې.

له دې مخکې په افغانستان کې د قطر سفیر ویلي وه؛ یوه تخنیکي ډله یې توانیدلې، چې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د کابل هوای ډګر بېرته پرانیستل شي.

د الجزیرې د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د کابل هوایي ډګر ځغاستلیکه د چارواکو په همکارۍ رغول شوې او د تېرو درې اوونیو له رامنځته شوي ناورین وروسته اوس وضعیت نسبي عادي حالت ته د راستنیدو پر لوري روان شوی دی.

په راپور کې څرګنده شوي، چې د هوایي ډګر بیا پرانستل، د بهرنۍ نړۍ او د افغانستان په غرنۍ سیمه کې د طالبانو لپاره یو لومړیتوب دی؛ ځکه، چې دوی د زمري پر ۴۲ د اګست پر ۱۵ د کابل له نیولو وروسته د نظم بېرته راګرځولو په لټه کې دي.

د کابل هوایی ډګر د امریکایي ځواکونو ، بهرنیو وګړیو او افغان همکارانو له وتلو وروسته د ویجاړیو له کبله د الوتنو لپاره تړل شوی و، چې ورسره د امریکا او څه نا څه ۴۲ متحدو هېوادونو ۲۰ کلن پوځي او ډیپلوماټیک حضور پای ته ورسېده.

رویټرز راپور ورکړی: هغه زرګونه خلکو، چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي، د ټاکلې نېټې مخکې د وتلو عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته؛ پاتې شول.

طالبانو د هغو کسانو لپاره، چې د وتلو غوښتونکي دي او اسناد لري؛ د خوندي تګ ژمنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version