Connect with us

تازه خبرونه

کانادایي سناتورې افغان کډوالې کورنۍ ته نامستند اسناد لېږلي

Published

 on

(Last Updated On: وږی ۳۱, ۱۴۰۱)

یوې کانادایي ورځپاڼې د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې یوې کاناډایۍ سناتورې او د هغې یوې کارکوونکې یوې افغان کورنۍ ته، چې تېر کال یې له افغانستان څخه د تېښتې هڅه کوله غیراصولي سفري اسناد استولي دي.

په دې اسنادو او پاڼو کې راغلي: هر افغان ته، چې نومونه یې په کې لیکل شوي؛ کانادا ته د ننوتلو ویزه ورکړ شوې او غوښتنه شوې، چې دې ډلې ته دې له حامد کرزي نړیوال هوایي ډګره د خوندي سفر اجازه ورکړ شي، چې دوی پلان شوې الوتنه وکړي.

دا کورنۍ اوس هم په افغانستان کې ده.

د کانادا د حکومت د څرګندونو له مخې؛ آسانتیا رامنځته کوونکي اسناد، چې دوی د سناتورې او د هغې له دفتره ترلاسه کړي؛ معتبر ندي او د هغو کسانو نومونه، چې په کې لیکل شوي کانادا ته د سفر لپاره تائید شوي ندي.

د کانادا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ادارې (IRCC) د فدرالي کډوالۍ څانګې، څېړنې ترسره او پېښه یې پولیسو ته استولې ده.

سناتورې مک فدران ویلي؛ هڅه یې کړې، چې مرسته وکړي او دا کار یې په ښه نیت ترسره کړی.

هغې منلې، چې د حکومت د آسانتیاوو د پاڼو بېلګه یې کارولې؛ خو هغې رد کړه، چې اسناد جعلي یا غیرقانوني ندي.

هغې په یوه برښنالیک کې څرګنده کړې: د تېر اګست په میاشت کې د افغانستان ژغورنې د هڅو په اړه ما درغلي، جعل یا غیرقانوني هڅه نده کړې.

د IRCC ویاند ریمي لاریویر ویلي: آسانتیاوې برابروونکې پاڼې د نامعتبرو لیکونو په توګه کارول یوه د غور وړ مسله ده.

هغه زیاته کړې؛ د اړوند څېړنیزې داخلي څانګې له څېړنو وروسته دا موضوع قانون پلي کوونکیو ته سپارل شوې ده.

تازه خبرونه

د افغانستان دفاع وزیر عربي متحده اماراتو ولاړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې مولوي محمد یعقوب د شنبې پر ورځ له کابله متحده عربي اماراتو ته روان شو.

دفاع وزارت د شنبې پر ورځ په یو لړ ووتونو کې څرګنده کړې، چې  دفاع وزیر د عربی متحده اماراتو پر لوري د یوه پلاوي بر مشرې له کابله عربي متحده اماراتو ته ولاړ ته ولاړ.

دفاع وزارت ویلي، چې د دغه سفر موخه د عربي متحده اماراتو له مشرانو او په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره لیده کاته او له خلیجي هېوادونو سره د افغانستان د اسلامي امارت د اړیکو ټینګول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ګوانتانامو له ۵ افغان بنديانو سره د یوه امریکایي د تبادلې په ډګر کې د کمپلکس جوړولو چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر ويلي؛ د ګوانتانامو زندان په هغه ډګر کې به یو لوی کمپلکس جوړ شي، چې امریکايي سرتېری باو برګدال په کې له پېنځه افغان بندیانو سره تبادله شوې دی.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست ولایت کې د دغه کمپلیکس د بنسټ جوړولو په مراسمو کې څرګنده کړه، چې دې تبادلې تر ټولو سترې پېښې د دوحې تړون د لاسلیک لپاره شرایط برابر کړلل. هغه تړون، چې له مخې یې امریکا له افغانستان څخه وایستل شوه؛ په خپلواک افغانستان کې او اسلامي امارت د هېواد ټول سیاسي واک وګاټه.

په ۲۰۱۴ ز. کال کې د باو برګدال د خوشې کېدو په بدل کې د اسلامي امارت پېنځه لوړپوړي غړي( د استخباراتو اوسنی مشر عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال محمد فاضل مظلوم، د قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه او د کورنیو چارو وزارت اوسنی مرستیال محمد نبي عمري ) له ګوانتانامو زندان څخه خوشي شول، چې د اسلامي امارت دغو لوړ پوړیو شخصیتونو د دوحې په تړون کې اړینې هڅې ترسره کړې.

په دې کمپلکس کې، چې کار یې رسماً د لیندۍ پر ۱۲ پیل شو؛ یو ښوونځی، یوه مدرسه، روغتون او یو د خپلواکۍ څلی جوړ شي.

باوبرګدال یو امریکايي سرتېری په ۲۰۰۹ ز.کال کې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا نیول شوی و؛ خو په ۲۰۱۴ ز.کال کې له یوې نادرې تبادلې وروسته خوشې شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا ځانګړي استازي له افغانستان سره د جاپان د مرستو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست جاپان ته په خپل دوه ورځني سفر کې له جاپاني چارواکو سره پء بشري اړتياوو، بشري حقونو او سياسي خبرو اترو خبرې کړې دي.

ویست د شنبې پر ورځ تویت کړی: جاپان د افغانانو دوست او له ۲۰ کلونو راپدیخوا هلته زمونږ ملګری او همکار پاتې دی او مونږ د جاپان له فعالې دیپلوماسۍ او روان سخاوت درناوی کوو.

توماس ویست وایي: کله، چې مونږ د متحدینو سره یوځای کار کوو؛ له هرې ننګونې سره ځواکمن یوو. سمه ده په افغانستان کې به مونږ د جاپان تخصص او بېلابېلو مرستو ته اړتیا ولرو.

د امریکا دې استازي دا هم ویلي؛ د جاپاني تادامیچي یاماموتو څخه، چې له ۲۰۱۶- ۲۰۲۰ کلونو پورې  یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې غوره سپارښتنې ترلاسه کړې دي.

نوموړي د جاپان د نړیوالې همکارۍ له ادارې سره د اقتصادي تګلارې په اړه هم خبرې وکړې.

د توماس ویست دا لیدنه د هغه د سفر یوه برخه ده، چې هند او عربي متحده امارات ته به هم ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ تمه ده، چې نوموړی به په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحرانونو، د افغانانو د حقونو د خوندیتوب او د امنیتي اندېښنو د شریکولو په اړه له ملګرو او افغانانو سره هم سلا مشورې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې توماس  ویست له هندي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره نوي ډېلي ته رسېدلی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!