تازه خبرونه
کرنې وزارت د مشارکت او مضاربت دوه څانګې رامنځته کړې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، کروندګر، مالداران او سوداګر کولی شي، چې د دغو دوه سکټورونو له تمویل له لارې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
د کرنې د پراختیا صندوق په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا لپاره د ” مشارکت او مضاربت ” دوه څانګې پرانیستې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، کروندګر، مالداران او سوداګر کولی شي، چې د دغو دوه سکټورونو له تمویل له لارې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې پراختیا د وجهي صندوق رییس عبدالغفور غفاري ویلي؛ چې بزګران، مالداران او سوداګر کولی شي، چې په دې دوه سکټورونو کې پر کرنه او مالدارۍ پانګونه وکړي.
عبدالغفور غفاري وایي: مضاربت د شریعت له مخې یو جایز او روا قرارداد دی، چې یو اړخ یې د پانګې لرونکی دی او بل اړخ بیا پر همدې پانګې کار کوي او په ګټه کې دواړه لوري شریک دي؛ خو که تاوان وشي، پانګه اچوونکي به اغېزمن کړي. البته که تاوان معقول وي او د مضارب د غفلت له کبله رامنځته شوی نهوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال صدراعظم عثماني د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د کرنې د پراختیا له صندوق څخه څه باندې یو اعشاریه درې میلیارډ افغانۍ پر بزګرانو او مالدارانو وېشل شوې وې او تمه ده، چې سږ کال له دوه میلیارډ ډېرې افغانۍ پر بزګرانو او مالدارانو ووېشل شي.
نوموړي په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د معیاري کولو لپاره پر هڅو ټینګار وکړ او پر خصوصي سکټور او نړیوالو موسسو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې له کرنې وزارت سره همکاري وکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت په داسې حال کې د کرنې او مالدارۍ د سکټور د پياوړتيا لپاره هلې ځلې پیل کړې دي، چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ٨٠ سلنه وګړي په دغو سکټورونو کې پر کار بوخت دي.
