تازه خبرونه
کرواسیایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل

د ناتو په مشرۍ هڅاندو کرواسیایي سرتېرو خپل رپی راټول او له افغانستان څخه ووتل.
د کرواسیا د بيرغ ښکته کولو مراسم پرون د بلخ ولایت د مزارشرقف په مارمل اډه کې ترسره شول.
دې هېواد په افغانستان کې له ۷۰ ډېر سرتېري لرل، چې ماموریت یې په رسمي بڼه پای ته ورسید او خپل هېواده او کورنیو ته ستانه شول.
په افغانستان کې کرواسیا د ښځو او نرینه وو په ګډون ۱۰۰ سرتېري لرل، چې د روان کال په جولای کې یې شمېر ۷۶ ته راټیټ شو.
ناتو له ایساف وروسته د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په پیل کې د افغانستان په مامریت کې خپل غیرجنګي ماموریت پیل کړ.
دمګړۍ په افغانستان کې د ۳۸ هېوادونو ۱۶۰۰۰ سرتېري پراته دي؛ خو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې امریکا او طالبانو د سولې راوستلو هوکړه وکړه، چې له مخې به یې د خپلو سرتېرو شمېر راټیټوي.
امریکا د خپلو عسکرو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړی او په پام کې لري په راتلونکیو څو میاشتو کې به یې شمېر ۴۰۰۰ ته راټیټ کړي.
تازه خبرونه
زیربنا: له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو د ترسره کولو تړون
تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ایمرجنسي روغتون د راپور له مخې؛ نن ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو څلور لاري ته نږدې په زکریا نومي جومات کې رامنځته شوې، چې ۱۸ کسان ترې تبیان دي او ۶ نور وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.
تازه خبرونه
د نویو پاسپورتونو د چاپ چارې مخ پر بشپړېدو دي ـ اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د پاسپورټونو د چاپ چارې مخ پر بشپړېدو دي او په راتلونکیو څو ورځو کې به لسګونه زره پاسپورټونه ترلاسه شي.
دغه ریاست د چارشنبې پر ورځ امریکا غږ ته ویلي، چې په لیتوانیا کې درې میلیون ټوکه نوي پاسپورټونه چاپ شوي او د ملګرو ملتونو په همکارۍ به په دوه اوونیو کې کابل ته راولېږدول شي.
د پاسپورتونو د عمومي ریاست د رسنیو مسوول شفیع الله تسل امریکا غږ ته ویلي، چې یاد شمېر پاسپورټونه د لیتوانیا د یوې کمپنۍ لخوا چاپ شوي او حکومت یې پیسې هم ورسپارلې دي.
شفیع الله تسل زیاته کړې، چې اوسمهال د پاسپورټونو د رالېږدولو په اړه خبرې روانې دي او په دې اړه یې له یوناما سره خبرې کړې دي.
هغه وایي، چې افغانستان ته د دغو پاسپورټونو له رالېږد سره باید «سیاسي» چلند ونشي.
اسلامي امارت د پاسپورتونو د نشتوالي له کبله له یوې میاشتې راپدیخوا له پېنځلس کلنۍ څخه پورته کسانو ته لس کلن پاسپورټونه وېشي.
یاد ریاست د وري پر ۲۹ ویلي وه، چې له ۱۵ کلونو څخه کم عمر لرونکيو اړتیا وړ کسانو ته به پېنځه کلن پاسپورټ ورکړ شي.
اسلامي امارت د پېنځه کلن پاسپورټ لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ او د لس کلن پاسپورټ لپاره ۱۰۰۰۰ افغانۍ اخلي.
اوس له څو اوونیو راپدیخوا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوې او اسلامي امارت یوازې په کابل کې روانه ساتل شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي، کابل ته د پاسپورټونو له رارسېدو سره به په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل شي.
دغه رياست دوه ورځې وړاندې ويلي وه، چې په دې وروستيو کې يو شمېر کسانو په “ګاونډ هېوادونو” کې جعلي پاسپورټونه چاپ کړي او په غير قانوني ډول يې د پيسو په بدل کې عامو خلکو ته وېشلي دي.
د دغه رياست د څرګندونو له مخې، یو شمېر دغه خېتور د اسلامي امارت کشفي ځواکونو نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
چین او پاکستان په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیسټم جوړولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري 3 ورځې مخکې
ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي ـ اسلامي امارت
-
نړۍ 2 ورځې مخکې
په اوکراین کې روانې جګړې له پوتین سره د لیدنې اړتیا رامنځته کړې– زیلینسکي
-
سوداگري 2 ورځې مخکې
افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي 3 ورځې مخکې
فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی
-
نړۍ 2 ورځې مخکې
په ابوظبي کې ګاز چاودنې ۱۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
سږ کال به یوازې ۱۳ زره افغانان د حج په مراسمو کې برخه واخلي