لوبی

کلکتې حیدرآباد ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د هند غوره لیګ اتلولي وګټله

Published

on

د یکشنبې پر ورځ د هند غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د سن رایزرز حیدرآباد لوبډلې ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو درېیمه اتلولي یې خپله کړه.

حیدرآباد د سیالیو د دې حساس پړاو پرمهال له سترې ستونزې سره مخ شو او په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۱۳ منډو پر جوړولو یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

کلکتې لوبډلې ورکړ شوی هدف په ۱۰.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ.

وینکاټیش آیر پره ۲۶ توپونو ۵۲ او افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په ۳۲ توپونو ۳۹ منډې وکړې.

د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د توپ‌اچونې په برخه کې په زړه پورې لوبه روانه وساتله. مچل سټارک دوه ویکټې واخیستې او یوازې ۱۴ منډې یې وکړې.

د هند غوره لیګ اووه‌لسم پړاو سیالۍ، چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون ترسره شوې؛ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شوې.

د هند غوره لیګ له پای ته رسیدو وروسته به آریانا ټلویزیون ویاړي، چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام به هم په ځانګړي او انحصاري توګه نشر کړي.

د راتلونکیو سیالیو د بشپړو معلوماتو د تر لاسه کولو له مونږ سره پاتې شئ.

Trending

Exit mobile version