تازه خبرونه

نړیوال بانک میلیونونو افغانانو ته د کاري زمینې په رامنځته کولو کې مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۴۰۲)

 د ژغورنې نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د نړیوالې پراختیايي ادارې د مرستو لګولو په اړه د نړیوال بانک له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ او څرګندوي، چې دا مسله به د خدمتونو په وړاندې کولو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو کې لږ څه مرسته وکړي.

د دې بنسټ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان په اړه د نړیوال بانک وروستی پلان د هوساینې لپاره د مرستو د برابرولو تابع دی، چې ورسره به افغانستان لږ تر لږه د اقتصادي ودې اوسنۍ لاره په ټیټه کچه وساتلی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا به د افغانستان د اقتصاد د ساتلو او ثبات لپاره مهم وي. په داسې حال کې، چې دا د سوداګرۍ بقا او د میلیونونو خلکو لپاره د عاید سرچینې تضمینوي. په هر حال، د افغانستان اقتصادي بحران په ټول هېواد کې د بشري اړتیاوو د لوړې کچې بنسټیز هڅوونکی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې که څه هم د پلان اعلان په افغانستان کې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو نوی پړاو دی؛ خو نور مرستندویان دې هم باید د بشري خدمتونو او مرستو په برابرولو کې خپله ونډه ښکاره کړي.

دې بنسټ زیاته کړې: ټولې مرستې د افغانانو د ملاتړ لپاره حیاتي دي او نړیواله ټولنه باید د اړینو خدماتو د ساتلو او د بشري ناورین د خرابېدا د مخنیوي لپاره مرستې روانې وساتي.

یوه اوونۍ مخکې نړیوال بانک څرګنده کړې وه، چې په افغانستان کې د ګټې اخیستنې لپاره به د نړیوالې پراختیايي ادارې له لارې شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالر مالي ټولګه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version