نړۍ

که ایران د اټومي وسلو د لرلو له خوب تېر نشي له سخت غبرګون سره به مخ شي – ډونالډ ټرمپ

ټرمپ له یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي سره په عمان کې د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف له لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي: “زه فکر کوم، چې دوی مونږ غولوي”.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي، ایران له امریکا سره د اټومي تړون ځنډول غواړي او که د اټومي وسلو له لرلو دډه ونکړي؛ د تهران اټومي تاسیسات به له احتمالي پوځي برید سره مخ شي.

ټرمپ له یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي سره په عمان کې د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف له لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي: “زه فکر کوم، چې دوی مونږ غولوي”.

ایران او امریکا دواړو د شنبې پر ورځ ویلي، چې دوی په عمان کې “مثبتې” او “رغنده” خبرې اترې ترسره کړې. ټاکل شوی، چې دوه‌یم پړاو د شنبې پر ورځ پیل شي. یوې سرچینې، چې د پلان په اړه معلومات ورکړي ویلي، چې غونډه شونې ده، چې په روم کې ترسره شي.

سرچینې، د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز سره په خبرو کې ویلي؛ بحثونه د بالقوې معاملې د یوه چوکاټ د ارزونې لپاره دي.

ټرمپ ویلي: “ایران باید د اټومي وسلو له مفهوم څخه ځان خلاص کړي. دوی نشي کولی اټومي وسلې ولري.”

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د تهران پر اټومي تاسیساتو برید د امریکا په غبرګون کې شته؛ ټرمپ وویل: “البته، چې شته.”

ټرمپ ویلي، چې ایرانیان باید له سخت غبرګون څخه د مخنیوي لپاره چټک حرکت وکړي؛ ځکه، چې “دوی د اټومي وسلو پراختیا ته نږدې دي”.

امریکا او ایران د پخواني ولسمشر جو بایډن په دوره کې غیر مستقیمې خبرې اترې وکړې؛ خو دوی لږ پرمختګ وکړ. د دواړو حکومتونو ترمنځ وروستي پېژندل شوي مستقیمې خبرې اترې د ولسمشر بارک اوباما په پېر کې وې؛ چا، چې د ۲۰۱۵ نړیوال اټومي تړون مشري وکړه، چې ټرمپ وروسته ترې دډه وکړه او ایران له بندیزونو سره مخ شو.

Trending

Exit mobile version