تازه خبرونه

که ولسمشر پاتې وای د بګرام هوايي اډه مې ساتله – ټرمپ

ټرمپ د شنبې پر ورځ په خپله لومړۍ ټاکنیزه غونډه کې پر غوږ له مرمۍ لګېدو وروسته ویلي: د بګرام هوايي ډګر د نړۍ یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی، چې میلیارډونه ډالر پرې پانګونه شوې ده.

Published

on

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ولسمشر په توګه پاتې شوی وای، د بګرام هوايي اډه مې ساتله.

ټرمپ د شنبې پر ورځ په خپله لومړۍ ټاکنیزه غونډه کې پر غوږ له مرمۍ لګېدو وروسته ویلي: د بګرام هوايي ډګر د نړۍ یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی، چې میلیارډونه ډالر پرې پانګونه شوې ده.

هغه ادعا وکړه؛ اوس چین، چې له بګرام څخه یو ساعت لرې پروت دی او اتومي وسلې جوړوي د بګرام هوايي ډګر یې تر خپلې څارنې لاندې نیولی دی.

هغه ویلي: ما غوښتل، چې ۲۱ کاله وروسته له افغانستان څخه ووځم؛ خو بګرام به مې ساتلی وای. دا له چین اټومي وسلې لرونکي هېواد څخه یو ساعت لرې دی؛ خو مونږ احمقانه چین ته وسپاره.

ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په کابل هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنې ته هم اشاره وکړه.

هغه ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید د بګرام له هوايي ډګره وتلي وای، نه د کابل له هوايي ډګر څخه، چې هلته ګډوډي روانه وه.

ټرمپ وایي: که زه ولسمشر وای په افغانستان کې به داسې تراژیدي هیڅکله نه پېښېدله، په اوکراین کې به هم داسې غمیزه نه وه رامنځته شوې او پر اسرائیلو به د اکټوبر د اوومې نېټې برید هم هېڅکله نه رامنځته کېدو.

ټرمپ تل ادعا کړې، چې د بګرام هوايي ډګر د چین په ولکه کې دی؛ خو اسلامي امارت دغه ادعا رد کړې او ورپاتې وسلې او امکانات یې د افغانستان ملکیت او د قربانیو پایله یاده کړې ده.

اړوند خبرونه:

له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل ښه ګام و- جوبایډن

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل امریکا ته له شرمه ډکه تاریخي پېښه وه – ټرمپ

Trending

Exit mobile version