سوداگري

کورني تولیدات حکومتي ملاتړ ته اړتیا لري

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د صنایعو اوکانونو خونې مسوولینو ويلي؛ که حکومت له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي،  نو په  نږدې راتلونکي کې به افغانستان په زیا تو برخو کې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.

په کابل کې د هېواد د کورنیو صنایعو او ساختماني توکو څلور ورځیني  نندارتون پرانستل شو. په دي نندراتون کې د هېواد په لسګونه صنعتکارانو خپل تولیدات ننداری ته ایښي دي.

دوی وايي، د کورنیو تولیداتو لپاره  نندارتونونه  خورا مهم دي، چې باید دې برخې ته پام راواړول شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: که زمونږ کورنیو تولیداتو ته مناسب نندارتون ځایونه جوړ شي؛ نو مونږ کولی شو د هېواد تولیداتو ته زیاته پراختیا ورکړو. هیله لرو، چي دې برخي ته پوره پاملرنه وشي.

د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده وایي: زه باوري یم، چې کورني تولیدات کولی شي ستونزې اوارې کړي. مونږ ته دې په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې ونډه را کړ شي.

د نندارتون یو شمېر برخوال وايي، چې د کورنیو تولیداتو پراختیا کولی شي په هېواد کې کار رامنځته او هېوادوال د اقتصادي ځان بسیاینې لوري ته وهڅوي.

د نندارتون ګډونوال عبد الرحمان ویلي: نندارتونونه کولی شي، چې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې مثبت اغېزه رامنځته کړي. مونږ اوس د سیمي په کچه ستندرد تولیدات لرو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین بیا د خصوصي سکتور دا اندېښنې پر ځای بولي او وایي، چې هڅه کوي  په کوردننه او ګاونډ هېوادونو پر کچه افغان تولیداتو ته بازار موندنه او په نندراتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي؛ مونږ هڅه کړې، چې د دوبۍ، ازبکستان او چین په نړیوالو نندارتونونو کې دبازار موندنې لپاره افغان تولیداتوته ونډه ورکړو.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم  د افغانستان  له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د هېواد اقتصادي ستونزو د اوارولو لپاره باید له کورنیو تولیداتو او صنایعو ملاتړ پراخ  کړي، چې په هېواد کې د فقر او بې کارۍ کچه صفر ته ورسیږي.  

Trending

Exit mobile version