تازه خبرونه

کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره بین الوزارتي کمیته جوړه شوه

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۷, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره بین الوزارتي کمیټه جوړه شوه.او د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال تر چتر لاندې فعالیت کوي.

نن (یکشنبه د وږي ۲۶ ) د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې کمیتې موخه دا ده، چې په مرکزي او واحد چوکاټ کې د پانګونې بهیر روڼ او چټک شي او د بیروکراسۍ مخه ونیول شي.

د دغې کميتې لومړۍ غونډه پرون جوړه شوه، چې په دې کميته کې د سوداګرۍ او پانګونې اړوند د بېلابېلو څانګو استازو ګډون کړى و.

د پانګونې د بین الوزارتي کمیتې رییس ذبیح الله ناصرویلي؛

دغه کمیته د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې د پانګونې په بهیر کې د روڼتیا او سرعت رامنځته کول دي، چې د داخلي او بهرنیو پانګوالو د پروژو په پړاوونو کې د پانګوالو او اړوندو وزارتونو ترمنځ اغېزناکه همغږۍ رامنځته شي.

  دغه راز د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب ويلي، چې د دې بین الوزراتي کمیتې له جوړېدو هدف دا دی، چې پر مرکزي محوریت د پانګونې چارې په شفاف او چټک ډول تر سره شي.

عبدالرحمن حبیب وایي: زمونږ هېواد د بهرنو او کورنیو پانګونې ته ډېرې ګټې لري؛ د پانګونې په بهیر کې د روڼتیا او چټکتیا رامنځته کول، د واحد په مشرۍ د پانګونې د پروژو په پړاوونو کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو لپاره د بین الوزارتي پانګونې کمیتې جوړول، د پانګوالو او وزارت تر منځ اغېزمنه همغږي رامنځته شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهانو د دغې کمیتې جوړېدل د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره اغېزمن ګام بولي او ټینګار کوي، چې که دغه کمیته په لازیاتو وړتیاوو کار وکړي، د پانګونې په جلبولو کې به اغېزمن تمام شي.

اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصادي ودې او پراختیا ته ته پاملرنه ډېره کړې؛ ځکه، چې د کارپوهانو د څرګندونو له مخې اقتصادي خپلواکي، سیاسي خپلواکي تضمینوي.

Trending

Exit mobile version