تازه خبرونه
کورنیو چارو وزارت ملي پولیسو ته د نوي یونیفورم وېش پیل کړ
د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ په لومړي ګام کې د کابل او کندهار ولایتونو د اسلامي امارت ۲۰ زره سرتېرو ته د نوي یونیفورم د وېش لړۍ پیل او په نږدې راتلونکي کې به ۱۰۰ زره ته پورته شي.
په کابل کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته نږدې یو کال وروسته پولیسو ته ځانګړی یونیفورم وټاکل شو. له دې مخکې د اسلامي امارت پولیس سرتېرو ځانګړی یونیفورم نه لاره، چې د هېوادوالو نیوکې او اندېښنې يې راوپارولې او دا وېره ورسره رامنځته شوه، چې له یونیفورم پرته د اسلامي امارت د سرتېرو له نوم څخه ناوړه استفاده ونشي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال نورجلال جیلاني ویلي؛ که نور کسان د پولیسو له نوي یونیفورم څخه ناوړه کار واخلي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د دوی په خبره، دا مهال ۵۰ زره پولیسو لنډ مهالې حرفوي زدکړې کړي او د امنیت په ټينګولو کې ډاډمنې هڅې ترسره کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي؛ په لومړي ګام کې به د کابل او کندهار ولایتونو شل زره پولیس په دې یونیفورم سمبال شي او بیا به دا بهیر ټول هېواد ته وغزول شي.
هېوادوال تمه لري، چې مسلکي پولیس پر دندو وګومارل شي.
د کورنیو چارو وزارت د دفتر مشر زین الله عابر ويلي، چې تر اوسه پنځوس زره پولیسو ته لنډ مهالې حرفوي زدکړې ورکړ شوې دي.
یونیفورم د امنیتي ځواکونو لپاره ډېر اړین ګنل کیږي. که نه؛ نو دا به د خلکو لپاره ستونزمنه وي، چې د نامسووله وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ توپیر وکړي.
د پولیسو یونیفورم د وېش لړۍ په داسې حال کې پیلیږي، چې د ملي اردو او کشفي ځواکونو یونیفورم اوس هم ندی ټاکل شوی.
تازه خبرونه
د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراجالدین حقاني
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.
د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.
سراجالدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بېپالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.
ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر د شریعت پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار وکړ
د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولانو درېورځنی اصلاحي سمینار ته د وینا پر مهال د اسلامي شریعت د اوصولو پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار کړی دی.
د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.
نوموړي زیاته کړې؛ د نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټولې چارې د اسلامي شریعت له اوصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.
دغه راز نوموړي ویلي، چې هبةالله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو، بېوزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو پر اړتیا او ساتنې ټینګار کړی او د دغو قشرونو خدمت، روزنه او پالنه یې د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه بللي دي.
د اسلامي امارت مشر له مسوولانو غوښتي، چې خلکو ته پر اخلاص، شفقت او د اسلامي شریعت پر بنسټ خدمت او د هېوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
تازه خبرونه19 hours agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه2 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی3 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
