تازه خبرونه
کومانډو ځواکونو په کندوز ښار کې چاڼیز عملیات پیل کړل

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې؛ افغان کومانډو ځواکونو په کندوز ښار کې د طالبانو د ځپلو او نیولو چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ کومانډو ځواکونو لا دمخه په ښار کې د جنرال رازق څلورلاری او د افغان ملي راډیو ټلویزیون دفترونه پاک کړي دي.
د افغان ځانګړیو ځواکونو یو بولندوی تاج محمد ويلي، طالبانو په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کندوز ښار خپل بریدونه زیات کړي؛ خو درنده مرګ و ژوبله هم وراوښتې ده.
هغه د کندوز ښاریانو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه به د ښار ساتنه وکړي.
تر دې دمه د پوره ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ویل ګران دي.
په هره توګه، د ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د یکشنبې پر سهار د نښتو پرمهال ځینې دوکانونه، مارکیټونه او ودانۍ هم سوځیدلي او ګڼ مالي زیانونه رامنځته شوي دي.
سره له دې هم طالبانو ویلي، چې د کندوز ولایت یې نیولی دی.
تازه خبرونه
د حج د چارو د تنظيم، سمون او ترسره کولو ملي کمیټه ومنل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي، چې د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د حج د چارو د تنظیم، سمون او ترسره کولو ملي کمیټه جوړه او طرحه یې تصویب شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني زیاته کړې؛ د حج د چارو د تنظیم، سمون او ترسره کولو ملي کمیټه د لومړي وزیر د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د حج او اوقافو ریاستونو، هوايي ډګرونو، هوایي چلند او ترانسپورت، عدلیې، مالیې، بهرنیو چارو، کورنیو چارو وزارتونو، ریاستونو او سوداګرۍ نونې د استازیو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې ده.
د یادونې ده، چې په ولایتونو کې به د دې کمیتې مشري د والي د مرستیال پر غاړه وي.
تازه خبرونه
هیچا ته به د ګډوډۍ رامنځته کولو اجازه ورنکړ شي – مولوي محمد یعقوب مجاهد

د اسلامي امارت د دفاع وزارت چارسمبالي مولوی محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ پنجشیر ولایت ته په سفر کې ډاډ څرګند کړی، چې هیچا ته به د ګډوډۍ د رامنځته کولو اجازه ورنکړ شي.
نوموړي د دغه ولایت له خلکو، قومي مخورو او امنیتي مسوولینو سره وکتل او له خلکو یې وغوښتل، چې د دښمن پر تبلیغاتو ونه غولېږي او خپل عادي ژوند روان وساتي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د دې ولایت د خلکو وړاندیزونه هم واورېدل او پر خلکو یې غږ وکړ، چې د نظم په ټینګښت کې له خپلو چارواکو سره پوره همکاري وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې هیڅ ډول وسلوالو ته به اجازه ورنکړ شي، چې امنیت ګډوډ کړي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د دغه ولایت امنیتي وضعیت ښه وګاڼه او د اسلامي امارت د مسوولینو او ځواکونو له کړنو او دندو څخه یې ستاینه وکړه.
د یادونې ده، چې مجاهد د امنیت د خوندي ساتنې په اړه اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.
تازه خبرونه
اسلامي امارت له رسنیو خپل ملاتړ روان ساتي – مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې حکومت له رسنیو او خبریالانو سره همکاري کوي او رسنۍ دې هم په خپلو خپرونو کې اسلامي ارزښتونه، د رسنیو اصول او ملي ګټې په پام کې ونیسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د غويي ۲۹ د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې څرګنده کړې چې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون نن خپل کار پیل کړی او اطلاعاتو ته د لاسرسي هغه به هم په نږدې راتلونکي کې خپل کار پیل کړي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي پر رسنيو غږ وکړ، چې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه پام ونيسي.
نوموړی وایي: حکومت له رسنیو سره اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکوي او مونږ غواړو، چې د رسنیو ستونزې صفر ته راکښته کړو.
هغه له رسنیو وغوښتل، چې د اسلامي اصولو پر بنسټ د رسنیو فعالیت تروان وساتل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته اوسمهال په هېواد کې ۱۹۸ چاپي او غږیزې رسنۍ شته، چې ۱۷۰ رسنۍ له اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالحق حماد ويلي: ډېري رسنۍ، چې بندې دي؛ مسوولين يې له افغانستان څخه وتلي او نورې يې د بهرنيانو په ملاتړ پورې تړلې وې، چې اوس فعالې ندي.
په افغانستان کې وروستیو سیاسي پرمختګونو د رسنیو پر وضعیت هم اغېز کړی، چې د راپورونو له مخې د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو له کبله د رسنیو شاوخوا ۶۰۰۰ کارکوونکطو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د ګډ امنیت ټولنې غړیو هېوادونو د پولو پر امنیت ټینګولو ټینګار څرګند کړ
-
سوداگري 5 ورځې مخکې
پاکستان د کندهار د مالوچو کارخونو ۳۰ میلیون ډالر کنګل کړي
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د افغان شخصیتونو د راستنولو کمیسیون کړنلاره تصویب شوه
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
د روسیې او اوکراین د سولې خبرې د ناندریو ښکار شوې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازي له مولوي متقي سره ولیدل
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
بهر میشتې افغان سوداګر او پانګوال دې هېواد ته راستانه شي – اسلامي امارت
-
نړۍ 5 ورځې مخکې
په ناټو کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب به د دوی وضعیت بدل نکړي – روسیه
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
امریکا ختیځې آسیا ته د جوبایډن د سفر په درشل کې شمالي کوریا وګواښله