تازه خبرونه
کومانډو ځواکونو په کندوز ښار کې چاڼیز عملیات پیل کړل
د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې؛ افغان کومانډو ځواکونو په کندوز ښار کې د طالبانو د ځپلو او نیولو چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ کومانډو ځواکونو لا دمخه په ښار کې د جنرال رازق څلورلاری او د افغان ملي راډیو ټلویزیون دفترونه پاک کړي دي.
د افغان ځانګړیو ځواکونو یو بولندوی تاج محمد ويلي، طالبانو په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کندوز ښار خپل بریدونه زیات کړي؛ خو درنده مرګ و ژوبله هم وراوښتې ده.
هغه د کندوز ښاریانو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه به د ښار ساتنه وکړي.
تر دې دمه د پوره ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ویل ګران دي.
په هره توګه، د ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د یکشنبې پر سهار د نښتو پرمهال ځینې دوکانونه، مارکیټونه او ودانۍ هم سوځیدلي او ګڼ مالي زیانونه رامنځته شوي دي.
سره له دې هم طالبانو ویلي، چې د کندوز ولایت یې نیولی دی.