نړۍ

کېدی شي اسرائیل په پراخو پوځی عملیاتو کې ټوله غزه ونیسي

د اسرائیلو لومړي وزیر په یو ویډیو پیغام کې ویلي، چې دا عملیات سخت دي او د غزې ډېر فلسطینیان به د خوندیتوب لپاره بې ځایه شي.

Published

on

رویټرز د اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې هېواد یې ممکن د غزې ټولې برخې په پراخو پوځي عملیاتو کې ونیسي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د فلسطین د حماس ډلې پر وړاندې به پراخ عملیات له هغې وروسته پیل شي، چې امنیتي کابینه هغه طرحه تصویب کړي، چې په کې د غزې تړانګې نیول او د مرستو اداره کول بنسټیزه برخه ده.

د اسرائیلو یوه دفاعي چارواکي ویلي، چې دا عملیات به راتلونکې اوونۍ منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر له پای ته رسېدو مخکې پیل نشي.

دا پرېکړه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون ته د رسېدو لپاره له اوونیو ناکامو هڅو وروسته پدې ګواښ ټینګار کوي؛ هغه جګړه، چې په کور دننه د خلکو له ملاتړ کمیدو سره پر اسرائیلو نړیوال فشار زیاتوي، ممکن د نامعلوم وخت لپاره دوام وکړي.

د اسرائیلو د عامه ټلویزیون یو راپور، چې له جزئیاتو سره د بلد چارواکو د څرګندونو له مخې څرګندوي، چې نوی پلان به تدریجي وي او میاشتې وخت به ونیسي؛ ځواکونه به په پیل کې پر محاصره شوې یوې خبل شوې سیمې تمرکز وکړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر په یو ویډیو پیغام کې ویلي، چې دا عملیات سخت دي او د غزې ډېر فلسطینیان به د خوندیتوب لپاره بې ځایه شي.

هغه دا هم ویلي، چې اسرائیلي ځواکونه له غزې څخه بهر د میشتو ځواکونو لخوا د لنډو بریدونو پخوانۍ تکتیکونه نه غوره کوي.

هغه زیاته کړې؛ هغه د نورو اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له تکرار سره، چې هېواد به یې پر هغه ځمکه ټینګ ودریږي، چې نیولې یې ده؛ ویلي: “نیت برعکس دی.”

د اکسیوس د راپور له مخې؛ د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیوویټکوف ویلي؛ اسرائیل یو خپلواک هېواد دی، چې خپلې پرېکړې پخپله کوي او همدارنګه یې راپور ورکړ؛ هیله من دی، چې د یرغمل نیوونکو او اوربند د تړون په اړه د ټرمپ له سفر مخکې یا په لړ کې پرمختګ وشي.

Trending

Exit mobile version