سوداگري
ګاما د کان کېندنې په بدل کې د افغانستان پر اوسپنې پټلۍ پانګونه غواړي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې څرګنده کړې؛ د ګاما نړیوال ساختماني شرکت اجرائیوي کمیټې د دې ادارې له مشر بخت الرحمن شرافت سره په کتنه کې ویلي، چې دا شرکت غواړي د افغانستان د کانونو د استخراج په بدل کې پر اوسپنې پټلۍ پانګونه وکړي.
د دغه شرکت پر پانګونه به هرات، نيمروز، کندهار او نور ولايتونه له چابهار سوداګريز بندر سره ونښلول شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د افغانستان د اقتصادي سکټور د پرمختيا لپاره د دغه شرکت له پانګونې د هرکلی ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
ګاما نړیوال ساختماني شرکت له ۲۰۱۲ ز. کال راپدیخوا په ساختماني، تجارتي، انرژۍ، د معدنونو د استخراج او د اوسپنې پټلۍ جوړولو په برخه کې هڅې کړې دي.
له دې مخکې یو شمېر نورو خصوصي شرکتونو هم د هېواد د اوسپنې پټلۍ په سکتور کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې وه.
سوداگري
د اقتصاد وزارت چارسمبالي د هېواده له بهر مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل

د اقتصاد وزارت چارسمبالي( سرپرست) دین محمد حنیف په جرمني، فرانسې، ایټالیا، بریټانیا، کاناډا او امریکا کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو او کارپوهانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه بحث او خبرې شوې دي.
افغان سوداګرو او کارپوهانو له امنیتي وضعیت څخه خپل رضایت څرګند کړ او د اسلامي امارت اقتصادي پروګرامونه یې د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اړین وګڼل.
دین محمد حنیف په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د شته فرصتونو او آسانتیاوو پر تشریح کولو له ټولو بهر مېشتو افغان سوداګرو وغوښتل، چې له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په هېواد کې پانګونه وکړي.
سوداگري
په هېواد کې د برښنا صندقونو د ساتنې او څارنې لپاره ځانګړی فیس وضع شو
دوۍ زیاتوي، چې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو فیسونه يي د ۱۴۰۳ کال په وروستي برښنا بل کې غوښتي دي.

د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې د استوګنځیو څخه د کال ۱۰۰ او له سوداګریزو پلورنځیو څخه د کال ۲۰۰ په نظر کې نیول شوي دي.
دوۍ زیاتوي، چې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو فیسونه يي د ۱۴۰۳ کال په وروستي برښنا بل کې غوښتي دي.
د تېر کال په وروستي بل کې د برښنا شرکت له لوري د ۲۰۰ او ۴۰۰ افغانیو زیاتوالي یو شمېرهېواد وال اندېښمن کړي.
د هېواد یو شمېر اوسیدونکو ويلي، چې د برښنا شرکت دا هڅه ښایي یو شمېر بېوزله هېوادوالو ته ستونزمن وي.
دوۍ زیاتوي، چې د افغانستان برښنا شرکت باید د خپلو برښنایي صندقونو لګښتو نه پخپله ورکړي او د خلکو پر برښنايي لګښتونو کې د دې فیسونو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي.
کابل ښاري جواد نجفی ویلي؛ په هېواد کې د بې کارۍ او فقر د زیاتوالي له کبله ښايي ډېری هېوادوال د دې پیسو د تادیه کولو وس ونلري.
د افغانستان برښنا شرکت وايي، چې په دې فیس د برښنا صندقونو د نوي کولو او په کې د برښنا د ضایعاتو د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي دي.
د برښنا شرکت تجارتي رییس امیر عبدالله جهان وایي: د تېر او اوړم کال د بریښنا صندوقونو ساتنې او څارنې فیسونه د ۱۴۰۳ کال په وروستي بل کې دوه کلنې پیسې( له کورنیو څخه مو ۲۰۰ افغانۍ او له سوداګریزو سیمو څخه ۴۰۰ افغانۍ) راټولې کړې دي)).
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا پدې باور دي، چې د برښنا شرکت د صندقونو ساتنه او څارنه د برښنا شرکت خپل مکلفیت دی. ولس ښايي د داسې فیسونو له کبله له افغانستان برښنا شرکت سره خپله واټن زیات کړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان برښنا شرکت به له دې وروسته هرکال له کورونو ۱۰۰ او له سوداګریزو سیمو څخه ۲۰۰ افغانۍ راټولوي.
تازه خبرونه
خصوصي سکټور د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د صنعتي پارک جوړولو غوښتنه وکړه
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د خصوصي سکټور غړو د کابل ولایت په دهسبز ولسوالۍ کې پر زر جریبه ځمکه د ۱۲ میلیون ډالرو پر پانګونه د خصوصي صنعتي پارک جوړولو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي د خصوصي سکټور له یو شمېر غړو سره ولیدل.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د خصوصي سکټور غړو د کابل ولایت په دهسبز ولسوالۍ کې پر زر جریبه ځمکه د ۱۲ میلیون ډالرو پر پانګونه د خصوصي صنعتي پارک جوړولو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
دغه راز ټینګار شوی، چې د دې صنعتي پارک جوړول او فعالول به سلګونو صنعتکارانو ته د فعالیت فرصتونه او زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
نورالدین عزیزي د دغو پانګوالو له طرحې هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د صنعتي پارک طرحه د صنایعو او سوداګرۍ له وزارت سره شریکه کړي، چې د پلي کولو لپاره پرې یوه تخنیکي ډله کار وکړي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
-
تازه خبرونه23 hours ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي
-
نړۍ2 days ago
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
-
مرکه4 days ago
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له مرستیال انډریکا راټواټ سره ځانګړې مرکه
-
لوبی3 days ago
افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
لویدیځ هېوادونه د اسلامي امارت له مخالفانو څخه د ملاتړ هڅه کوي – روسیه
-
څار5 days ago
څار: د امریکا او ایران دوهیم پړاو خبرې