Connect with us

لوبی

ګجرات د هند غوره لیګ لومړۍ لوبه د څه باندې سل زره نندارچیانو په مخکې وګټله

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

ګجرات تایتانز د جمعې پر ورځ په احمد آباد ښار کې چینای سوپر کینګز ته پر پېنځه ویکتو ماتې ورکولو سره د هند غوره لیګ ګټل پیل کړل.

چینای سوپر کینګز لوبډلې ګجرات لوبډلې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه، چې دې هدف ته رسېدل ورته پوره ستونزمن ول؛ خو راشد خان پر درې توپونو لس منډې وکړې او د ګچرات تایتانز بریا ته یې لاره اواره کړه.

د ګجرات تایتانز لپاره شوبمن ګیل ۶۳، وجې شنکر ۲۷ او ریدیمن ساها ۲۵ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د چینای سوپر کینګز کپتان ایم ایس دوني پر زړه راکښونکې بڼه له معین علي پرته یوازې پېنځه توپ اچونکي وکارول او غوره یې وګڼله، چې راویندرا جدیجا او مچل سانتنر د مسوولیتونو د کارولو ولوبوي.

راجواردان هنګرګیکار په ۴ اورونو کې له ۳۶ منډو ورکولو سره درې ویکتې واخیستې. په داسې حال کې، چې جدیجا او دیشپانده یوه یوه ویکته واخیسته.

د چینای لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې روتوراج ګایکواد په یوازې ځان ۹۲ منډې وکړې. معین علي هم ۲۳ منډې ورزیاتې کړې.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ ځکه، چې هغه معین علي او بین ستوکس وسوځول او یوازې ۲۶ منډې یې ورکړې.

د هند غوره لیګ سږنۍ سیالۍ د جمعې پر ورځ (د وري یوولسمه / د مارچ یو‌دېرشمه) پیل شوې او میلیونونه افغان مینه‌والو ته به هره ورځ د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو له لارې د لاسرسي او لیدو وړ وي.

په دې لیګ کې ټولټال لس لوبډلې ونډه لري او د اتلولۍ تر پړاو  پورې به ۷۰ سیالۍ وکړي.

پای لوبه به د غبرګولي پر ۷ / د می پر ۲۸ د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.

د سږ کال لیګ لوبډلې:

  • د الف ګروپ لوبډلې: ممبي اندینز، راجستان رویالز، کلکته نایت رایدرز، دیلي کپیتلز او لکنو سوپر جاینتز.
  • د ب ګروپ لوبډلې: ګجرات تایتانز، چینای سوپر کینګز، پنجاب کینګز، سانرایزرز حیدرآباد، رویال چلنجرز بنګلور

هغه افغان لوبغاړي، چې په سږني لیګ کې لوبیږي:

سږ کال به پېنځه افغان لوبغاړي په بېلابېلو لوبډلو کې ولوبېږي، چې نومونه یې دا دي:

  • د کلکتې په نایت رایدرز لوبډلې کې رحمان الله ګربز
  • په ګجرات تایانز لوبډله کې راشد خان او نور احمد
  • په سانرایزرز حیدرآباد لوبډله کې فضل حق فاروقي
  • په لکنو سوپر جاینتز لوبډله کې نوین الحق

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!