Connect with us

لوبی

ګربز د ایرلنډ پر وړاندې په ټسټ لوبه کې د ملي لوبډلی لوبغاړی شو

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې پر ورځ د ایرلینډ پر وړاندې د یوازنۍ ټیسټ لوبې لپاره ملي لوبډله اعلان کړه، چې ټاکل شوې د کب له نهمې تر ایارلسمې / د فبرورۍ له اته‌ویشتمې څخه د مارچ تر درېیمې پورې به په ابوظبي کې روانه وي.

رحمان الله ګربز په ټیسټ لوبډله کې شامل شوی او تمه ده، چې د ایرلینډ پر وړاندې به د افغانستان لپاره لومړنی بالقوه لوبغاړی وي او ممکن د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ ټسټ لوبه ترسره کړي.

د نوموړي ترڅنګ ښي لاسی لیګ بریک توپ‌اچوونکی خلیل ګربز هم لوبډلې ته اضافه شوی، چې په کورنيو فرسټ کلاس سیالیو کې یې خورا ښې لوبې کړ؛ په ۱۷ پاڼیو کې یې ۴۰ ویکټې ترلاسه کړي، چې په یوه پاڼۍ کې یې ترټولو ښه توپ‌اچونه کړې او په ۱۲۵ منډو کې بریالی شوی، چې ۶ ویکټو ترلاسه کړي. 

چټک توپ اچوونکي ابراهیم عبدالرحیمزي، چې له دې مخکې د بنګله دېش پر وړاندې ټسټ لوبه کې برخه اخیستې وه هم لوبډلې ته راغلی دی.

دغه راز دوه نور چټک توپ‌اچوونکي یمین خان احمدزی او محمد سلیم ساپی، چې د سریلانکا پر وړاندې د ټسټ لوبډلې برخه و؛ د ټپونو له کبله د ایرلنډ پر وړاندې د یوازنۍ ټسټ لوبې لپاره په لوبډله کې نیول شوی نه‌دي. 

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي، چې افغان لوبډلې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ایرلنډ پر وړاندې ډېرې لوبې ترسره کړې او له دې لوبډلې سره د لوبو خورا اوږده مخینه لري.

نوموړي زیاته کړې: مونږ په تېرو ۱۵ کلونو کې له ایرلنډ سره د کرکټ لوبې ډېره اوږده مخینه لرو، دواړو لوبډلو د یو بل پر وړاندې ډېرې لوبې کړي او دغه راز یې په یوه وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړی دی. دا به د یادې لوبډلې پر وړاندې زمونږ دوه‌یمه ټسټ لوبه وي او هیله من یم، چې ډېره ښه لوبه ترسره شي.

هغه وایي، چې افغان لوبډله به له دې وروسته د بنګله دېش، نیوزیلنډ او زمبابوې پر وړاندې هم ټسټ لوبې ترسره کړي او هڅه کوي، چې یادو سیالیو لپاره غوره لوبډله چمتو کړي. 

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمیټې لنډمهالی مشر احمد شاه سلیمانخېل د لوبډلې د چمتووالي په اړه وايي، چې افغان لوبډلې له تېرو لس ورځو راپدیخوا په عربي اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړ. د عربي متحده اماراتو په روزنځي کې ۲۲ افغان لوبغاړو او ټولو روزونکیو ګډون درلود، چې د ایرلنډ پر وړاندې لوبې ته خورا ښه چمتووالی لري. مونږ د روزنځي له بشپړې څارنې وروسته دغې لوبې ته ۱۶ کسیزه لوبډله غوره کړه او یو شمېر نوي لوبغاړي، چې په تېرو کورنیو سیالیو او یاد روزنځيو کې یې ښې لوبې کړي هم لوبډلې ته اضافه شوي دي.

د افغان لوبډلې په ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ شامل دي. 

د يادونې ده، چې دا د افغان ملي لوبډلې نهمه ټسټ لوبه ده، چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلنډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې هم دوه ټسټ لوبې ترسره کړي. افغانستان تر دې مخکې له ایرلنډ (۲۰۱۹)، بنګله دېش (۲۰۱۹) او زمبابوې (۲۰۲۱) پر وړاندې درې ټیسټ لوبې ګټلي دي.

لوبی

د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوه‌یمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.

Continue Reading

لوبی

د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

Published

on

د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې ​​له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.

دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.

Continue Reading

لوبی

افغان فوټسال ۱۷ کلنې لوبډلې په آسیايي سیالیو کې پایلوبې ته لار وموندله

د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نه‌ستړې کېدونکې هڅې ترسره  او خپل  ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو د آسیایي سیالیو په نیمه‌ پایلوبه کې ټایلینډ ته ۹ ـ ۱ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د آسیا ځوانانو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نه‌ستړې کېدونکې هڅې ترسره  او خپل  ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.

افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ له خپل سیمه‌‌ییز ځواکمن سیال ایران سره مخ شي او دواړه لوبډلې به د آسیایي ځوانانو لوبو اتلولۍ ته د رسېدو لپاره ولوبیږي.

د سپورټ شنونکو د افغان ځوانانو له تاکتیکي نظم او بریدګر مزاج ستاینه کړې او د دوی پرمختګ یې په افغانستان کې د فوټسال د پرمختګ لپاره یو د ټینګار وړ پړاو وباله.

دې تاریخي بریا په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌والو ترمنځ جشنونه راوپارول او ډېر یې د افغان فوټسال راتلونکي ته هیله من کړل.

د یادونې ده، چې ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله به د دې سیالیو په پایلوبه کې سبا پنجشنبه له ایران سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!