تازه خبرونه
ګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
ټاکل شوې، چې دا غونډه به د لړم تر نههویشتمې / د نومبر تر شلمې روانه وي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو یودېرشمه غونډه (COP31) د دوشنبې پر ورځ( د لړماتهلسمه / د نومبر نهمه) د ترکیې په انتالیا ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړیو دولتي چارواکو، پوهانو، څېړونکو، سوداګرو او مدني ټولنو د استازو پر ګډون پیل شوه.
ټاکل شوې، چې دا غونډه به د لړم تر نههویشتمې / د نومبر تر شلمې روانه وي.
د دې غونډې اصلي موخه د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا، د ګډ مسوولیت منلو ته هڅونه او د اقلیمي بدلونونو په اړه د هېوادونو ژمنې پر عملي او د اندازه کولو وړ اقداماتو بدلول بلل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ بللی او د دې کړکېچ پر وړاندې یې د بېړنیو اقداماتو او د هېوادونو د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ګوټرش ټینګار کړی، چې نړۍ نور د انتظار کولو وس نهلري او نهشي کولی د بېپایه بحثونو او پر نورو د مسوولیت اچولو له لارې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه وځنډوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې نړیوال ګواښ پر وړاندې په مبارزه کې باید د انسانانو د ژوند ساتنه لومړیتوب ولري.
دغه راز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې انقره غواړي د اقلیمي بدلونونو یودېرشمه غونډه یوازې تر سیاسي اعلامیو محدوده نهوي، بلکې په دې برخه کې نیول شوې پرېکړې پر عملي اقداماتو بدلې شي.
اردوغان زیاته کړې، چې د دې غونډې په چوکاټ کې څه باندې ۶۰۰ پروګرامونه او غونډې په پام کې نیول شوي دي، چې د پاکې انرژۍ، د کثافاتو مدیریت، د اقلیمي چارو د مالي ملاتړ او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښارونو د جوړولو په برخو کې به حللارې وړاندې شي.
د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې د دې غونډې د بریا اصلي معیار به د ژمنو او پرېکړو عملي کول وي، نه یوازې د سیاسي اعلامیو خپرول.
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې نړۍ د اقلیمي بدلونونو له زیاتېدونکو اغېزو سره مخ ده، چې اوږدمهاله وچکالي، ویجاړوونکي سېلابونه، د تودوخې لوړېدل او غیرمعمولي اورښتونه یې بېلګې دي.
افغانستان هم سره له دې، چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري؛ د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې له زیانمنونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د افغانستان پلاوي ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.
د اقلیمي بدلونونو په یودېرشمه غونډه کې ګډون به افغانستان او نورو زیانمنونکو هېوادونو ته فرصت برابر کړي، چې خپلې اقلیمي ستونزې مطرح او د نړیوالې ټولنې د ډېرو همکاریو او ملاتړ غوښتنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو لومړنۍ غونډه په ۱۹۹۵ز.کال کې د جرمني د برلین ښار پر کوربهتوب جوړه شوې وه او له هغه وخت راپدېخوا دا غونډې د اقلیمي تګلارو او چاپېریال ساتنې په اړه د نړیوالو پرېکړو له مهمو ناستو څخه ګرځېدلې دي.