تازه خبرونه
یوناما د راستانه شویو کډوالو په ښارګوټو کې له اوبو رسولو ډاډ څرګند کړ
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او مل پلاوي ویلي، چې دوی به افغانستان ته د بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او په نورو برخو کې نه یوازې خپلې مرستې ورسوو، بلکې د مرستو پر دوام یې هم ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د یوناما مشرې او مل پلاوي نن دوشنبه( د غویی اتمه) د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې ویلي؛ مونږ به ډېر ژر د بېرته راستانه شویو کډوالو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو رسولو شبکو د جوړولو کارونه پیل کړو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او مل پلاوي ویلي، چې دوی به افغانستان ته د بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او په نورو برخو کې نه یوازې خپلې مرستې ورسوو، بلکې د مرستو پر دوام یې هم ټینګار وکړ.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارسمبالي محمد یونس آخوندزاده پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړې؛ مونږ د یوناما دفتر له دوامدارو همکاريو ستاینه کوو، چې په سختو حالاتو کې یې خپلې مرستې رسولي او جاري ساتلې دي.
محمد یونس آخوندزاده زیاته کړې، چې تاسې باید د بشري مرستو ترڅنګ بنسټیزو او عام المنفعه پروژو ته هم پاملرنه وکړئ او خپل کارونه له وزارت سره پر همغږۍ ترسره کړئ، چې هم مسوولیت سم ادا شي او هم ټولو هېوادوالو ته د متوازن انکشاف له مخې کار وشي.