د هوا حالاتو بدلونونه

یوناما په اقلیمي خبرو کې د افغانستان پر حضور ټینګار څرګند کړ

Published

on

په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون اته‌ویشتم کنفرانس په دوبۍ کې پیل شوی؛ یوناما ویلي؛ ناشونې ده، چې افغانستان راتلونکی کال هم له دې خبرو بې برخې پاتې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د جمعې پر ورځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې خلاقانه فکر وکړو او دا ډاډ ترلاسه کړو، چې د اقلیمي بدلون راتلونکي نهه‌ویشتم کنفرانس لپاره د افغانستان د نه‌شتون او غیابت په اړه بله اعلامیه وړاندې نه‌کړو.

یوناما ټینګار کړی، چې اوس د اقلیمي بدلون په اړه د عملي کړنو وخت دی؛ ځکه، چې اقلیمي فشارونو د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی.

د یوناما د راپور له مخې؛ افغانستان د نړۍ یو له هغو لس هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله زیانمنونکي دي. نږدې ۲۰ میلیون افغانان د خوراکي توکو د خوندیتوب له بېړني حالت یا کړکیچ سره مخ دي، چې د پرله‌پسې درېیم کال وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي خطرونو په ګډون په تېرو دوه کلونو کې له دوه ویجاړوونکیو زلزلو سره مخ شوي دي.

یوناما یادونه کړې، چې بشري مرستې مخ پر کمېدو دي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره تمویل په ټپه ولاړ دی. د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت تر اوسه نه‌دی توانیدلی، چې د حکومتولۍ د یوه منظم سیستم له مخې مناسبه پالیسي، کاري چاپېریال او نړیوالو مالي منابعو ته د لاسرسي ملاتړ رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي؛ دا وضعیت بې ثباته دی. یوناما پر ځلونو پرله‌پسې په ګوته کړې، چې د اقلیمي بدلون کمېدا او جوړجاړی په دې هېواد کې اقلیمي انعطاف او ځنډ رامنځته کولی نه‌شي. ټولې اړوند خواوې دې د افغان ولس د ګټو لپاره پر غیر سیاسي او رغنده توګه دې مسئلې ته رادننه شي.

ویل کیږي، چې اوس د عمل وخت رارسیدلی او له سیمه‌ییزو اقلیمي خطرونو سره د مقابلې لپاره د متقابل عمل او مالي سرچینو چمتو کولو لپاره زړورتیا، ډله‌ییزه هڅه او د پام وړ عمل ته اړتیا ده.

Trending

Exit mobile version