Connect with us

تازه خبرونه

یوناما په کابل کې د کرنې برخې ته د پانګونې د راجلبولو لپاره غونډه کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په کابل کې کرنیزې برخې ته د پانګونې د جلبولو لپاره یوه لویه غونډه جوړوي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د یوناما چارواکي، د نړیوالو موسسو استازي، د خصوصي سکتور استازي، سکتوري وزارتونه او د بانکونو استازي ګډون وکړي.

​د کرنې وزارت مسوولینو ويلي، چې په دې کنفرانس کې به پانګوال، د خصوصي بانکونو په ګډون ځیني مرستیندویه بنسټونه هم برخه ولري.

د کرني او مالدارۍ وزارت مرستیال مصباح الدین مستعین ویلي؛ تر راتلونکیو دوه ورځو به په کابل کې د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره یو کنفرانس جوړ شی، چې په هغه کې به د سکتوري وزارتونو د استازيو په ګډون خصوصي سکتور هم برخه ولري. له دې ناستې هدف داده، چې باید د افغانستان کرنیز نظام غښتلی شي.

د خصوصي سکتور غړي هم وايي، چې په افغانستان کې پر کرنیز سکتور د پانګونې لپاره  لوړ ظرفیت شته، چې د پانګونې د جذب لپاره باید د نړیوالو مالي بنسټونو پر همکارۍ  کنفرا نسونه،غونډې او نندارتونونه تر سره شي. د خصوصي سکتور غړي د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره د جوړېدونکي کنفرانس د ملاتړ ترڅنګ داسې غونډې د هېواد اقتصادي لپاره مهمې بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل ویلي؛ زمونږ په هېواد کې د کرنې د سکتور د پراختیا لپاره لوړظرفیت شتون لري او همداراز داسې کنفرانسونه کولی شي، چې خصوصي سکتور د کرنې، مالدرۍ، فارم دارۍ، بڼوالۍ په سکتور کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

 د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي، چې د هېواد نږدې اتیا سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ کې بوخت دي او همداراز نږدې شپېته سلنه هېوادوال له زارعت او مالدارۍ څخه د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي. داسې  کنفرانسونه کولی شي د هېواد اقتصاد او کرنیز نظام  لپاره ګټور تمام شي .

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري ویلي: د یوناما له‌خوا له کرنیز سکتور څخه د ملاتړ لپاره داسې کنفرانسونه کولي شي په هېواد کې پر کرنیز سکتور پانګونه زیاته کړي. هیله ده، چې له دا سې غونډو څخه د کرنې وزارت او په ټوله کې سکتوري بنسټونه پوره ګټه پورته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په داسې  حال کې د کرنېنیزې پیاوړتیا دکنفرانس له جوړېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا مرستیالانو و یلي وه، چې اسلامي امارت په هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت او کارو بار بند کړي؛ خو له بزګرانو سره د بدیل معیشت په اړه د نړیوالو بنسټونو له‌خوا تر اوسه هیڅ مرسته او همکاري نه‌ده شوې.

تازه خبرونه

ملا برادر د قطر له لومړي وزیر سره وکتل

په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د اړیکو، اقتصادي مسلو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د  ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې نن (پنجشنبه) ملا عبدالغني برادر  قطر ته د خپل سفر په بهیر کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ولیدل.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د اړیکو، اقتصادي مسلو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.

دا غونډه د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره روانې هڅې روښانه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو څخه ۶۳ افغان کډوال خوشې شول

دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځه‌ویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم  د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

Published

on

(Last Updated On: )

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان کډوالو د خوشې کولو د هڅو په لړ کې ۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راولېږدول شول.

دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځه‌ویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم  د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا افغان کډوال د پاکستان پولیسو د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي وه او شپږ ورځې یې په زندانونو کې ساتلي وه.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا کډوال د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو لړۍ له هغې وروسته نوره هم وغخېده، چې حکومت غیرقانوني افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستان څخه د وتلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندوز ځانمرګی برید وغانده

امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندوز ولایت کې کابل بانک ته څېرمه د سې‌‌شنبې د ورځې ځانمرګی برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې د دې ډول بریدونو عاملین، تنظیم کوونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي مسوول دي او پر محاکمه کولو یې ټینګار کړی دی.

دوی له ټولو هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې له ټولو اړوند چارواکو سره په فعاله توګه د نړیوال قانون او د امنیت شورا له اړوند پرېکړو سره سم همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې داعش په کندوز کې د هغه ځانمرګي برید مسوویت پر غاړه اخیستی، چې د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې پېنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!