بی بی سی پښتو

یوناما: ۳ میاشتو کې طالبانو ۳۹ او حکومت پلوه ځواکونو ۳۲ سلنه ملکیان وژلي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۳۹۹)
Getty Images

په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو درې میاشتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې رپوټ خپور کړی او د تاوتریخوالي پر ډېرېدو یې اندېښنه ښودلې.

ملګرو ملتونو ویلي دي، په دغه موده کې د ۱۵۰ماشومانو په ګډون ۱۲۹۳ ملکيان په جګړه کې د ښکېلو ډلو له لوري وژل شوي او یا ژوبلېدلي.

په دغه رپوټ کې د ملکي تلفاتو ۵۵ سلنه په دولت ضد وسله والو ډلو پورې اړوند ښودل شوې چې له ډلې یې تر ټولو ډېر یعنې ۳۹ سلنه تلفات په طالبانو او ۱۳ سلنه په داعش ډلې پورې تړل شوي دي.

په رپوټ کې دغه راز راغلي چې د پروسږ کال ورته مودې پرتله د طالبانو له لوري د هدفي وژنو او صحرایي محکمو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

د حکومت او طالبانو غبرګونونه:

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یوناما په وروستي رپوټ کې د ملکي کسانو مرګژوبله ټکان ورکوونکې بللې او وایي، له دې رپوټه څرګندېږي چې هېواد کې یو بشپړ او دوامداره اوربند ته اړتیا ده.

د ملي امنیت شورا وایي، د ملي مرګژوبلې اساسي لاملونه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو بریدونه، د سړک غاړې ماینونه او د ولسي وګړو له کورونو کار اخیستل دي.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ریپوټ رد کړی او ویلي یې دي چې یوناما هڅه کوي د افغان او بهرنیو ځواکونو په لاس د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه راټيټه کړي.

د طالبانو اعلامیه کې همدا راز راغلي چې یوناما د پخوانیو ماینونو او شخصي دوښمنیو له کبله اوښتې مرګژوبله هم طالبانو ته منسوبه کړې ده.

یوناما همدا راز ویلي دي، حکومت پلوه ځواکونه د روان مېلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۳۲ سلنه ملکي مرګژوبلې مسؤلیت لري.

د دغو له ډلې ۲۱ سلنه یې په افغان امنیتي ځواکونو، ۸ سلنه په نړیوالو ځواکونو او پاتې نور یې په دولت پلوو وسله والو پورې اړوند ښودل شوي دي.

د رپوټ نور جزئیات

د یوناما له لوري په خپاره شوي رپوټ کې راغلي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربع کې د جګړو له کبله ۵۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ نور ژوبلېدلي دي.

یوناما د کورونا وېروس د خپرېدو له ګواښ سره د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی. یادې ادارې ویلي دي، له تاوتریخوالي تر ډېره ماشومان او ښځې اغېزمنېږي.

Getty Images

د معلوماتو له مخې د روان مېلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې ۴۱۷ ماشومانو او ۱۶۸ ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما اندېښنه ښودلې چې لاهم د جګړې له کبله ملکي وګړي ځوروونکی زیان ګوري.

د یوناما د ریپوټ له مخې په دغه موده کې د دولت ضد وسله والو ډلو پرتله د افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو له کبله د ماشومانو مرګژوبله ډېره وه او اندېښنه یې ښودلې چې د دغه قشر مرګژوبله په زیاتېدو ده.

په ريپوټ کې دغه راز ویل شوي، په ټوله کې د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبله کمه شوې، خو دغه ادارې د ۲۰۲۰د مارچ میاشت کې د امنیتي خواکونو په بریدونو کې د ملکیانو په مرګژوبله اندېښنه ښودلې.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک کېدو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او د بین الافغاني خبرو په پيل سره اوربند ته لاره هواره شي.

طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې د دغې ډلې د ۵ زره بندیانو تر خوشي کېدو خپلمنځي خبرې هم نه پیلوي.

حکومت ویلي، یو شمېر طالب زندانیان یې خوشي کړي او د بین الافغاني خبرو په بهیر کې به د پاتې زندانیانو خلاصون ته هم زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version