تازه خبرونه

یونسکو د بامیانو د تاریخي آثارو د ساتنې پروګرام بیا پیلوي

Published

on

Last Updated on: غویی ۴, ۱۴۰۲

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو روزنیزې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) پرېکړه کړې، چې د بامیان ولایت د تاریخي آثارو او سیمو د ساتنې پروګرام بیا پیل کړي، چې موخه ترې د فرهنګي میراثونو د ساتنې ترڅنګ خلکو ته د کار پیدا کول هم دي.

هنر ورځپاڼې د باميانو د پراختیایي ستراتيژيک پلان د همغږۍ کوونکي ميرلالودا له خولې ليکلي، چې دا پرېکړه د افغانستان د فرهنګي ميراثونو له ساتنې سره مرسته کوي.

دغې ورځپاڼې، چې دفتر یې په لندن کې دی؛ د جمعې پر ورځ (پنجشنبه د غویی لومړۍ) څرګنده کړې؛ د یونسکو ویاند ویلي: د بامیانو د فرهنګي میراثونو د ساتنې د پروژې پلي کول به په سیمه کې له اقتصادي ثبات سره هم مرسته وکړي.

د بامیانو د تاریخي آبداتو د ساتنې څو میلیون دالري پروژه د ایتالیا پر مالي مرسته د ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال د زمري پر څلیریشتمه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵د سیاسي بدلون له کبله درول شوې وه.

د هنر ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د ایتالې د فلورانس پوهنتون د اسکارپیو کنفرانس پر مهال د ایتالیا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: هېواد یې له دغې پروژې سره د مالي مرستو د دوام پرېکړه کړې ده.

په دې کنفرانس کې، چې د فلورانس پوهنتون پر نوښت او د ايتاليا د پراختيايي همکاريو ټولنې پر نوښت جوړ شوى و؛ د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په اړه د نظريو د تبادلې لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کارپوهانو برخه اخيستې وه.

په دې کنفرانس کې د بامیان ولایت فرهنګي میراثونه، چې په ۲۰۰۲ ز. کال کې د یونسکو لخوا د نړۍ د خطرناکو میراثونو په لست کې شامل شوی و؛ ځانګړې پاملرنه او ټینګار وشو.

آرت نیوز، چې دفتر یې په نیویارک کې دی هم په یوه راپور کې لیکلي؛ په بامیان کې د یونسکو د پروژې هدف د تاریخي آبداتو د بېخبناوو پیاوړتیا او د اوږدمهاله ساتنې د پلان جوړول شامل دي.

د آرت نیوز د څرګندونو له مخې، دا پروژه د سیمې د تاریخي آبداتو په ساتنه کې مرسته کوي او د سیمې اوسیدونکیو ته د اوږد مهاله کار زمینه برابروي.

دې هنري خپرونې زياته کړې، چې د يونسکو دا پروژه د بامیانو د پژې د هغو ماتو ډبرو، ټوټو او په هغو کې جوړې شوې ګڼشمېر سمڅې او همدارنګه د غلغلې لرغوني ښار پر ساتنه راڅرخي، چې د باميانو د تاريخي آبداتو يوه برخه ده.

Trending

Exit mobile version