تازه خبرونه
یونسیف د مور و ماشوم د ژغورنې لپاره ګرځندې روغتیايي هڅې کوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف په افغانستان کې له اړو ماشومانو او میندو سره د مرستو د پیلولو ډاډ څرګند کړ.
د کندهار ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې د یونیسف د ګرځند روغتیایي ډلې یوه ویډیو ښیي، چې د بېړنیو مرستو ګرځند روغتیایي ډلې پر خوارځواکۍ اخته او اړو ماشومانو ته د بیړنیو مرستو کڅوړې رسوي.
د یونیسف د بېړنیو خدماتو غړې ماریکسی مرساډو وایي: مونږ یوه ښه ګرځنده ډله لرو، چې د خواړو په برخه کې تخصص لری او ټول افغانستان ته سفر کوي؛ هغه ماشومان او میندې ګوري، چې لومړني طبي خدماتو ته لاسرسی نلري.
د یونیسف د بېړنیو طبي مرستو کڅوړې لري او اړو ماشومانو ته یې وېشي.
یونیسف وړاندویېنه کوي، چې تر ۲۰۲۲ زېږدیز کال پورې به په افغانستان کې له هرو دوه ماشومانو څخه یو یې خوارځواکي وي.
دې ادارې په افغانستان کې د ژمي د قحطۍ د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې او پر ټولو مرستندویه ادارو یې غږ کړی، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
زیاته کړې؛ مونږ په ټول افغانستان کې ماشومانو او اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسولو لپاره په خپل وس کې هر څه کوو؛ خو پوره همکارۍ ته اړتیا هم لرو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د یونیسف له چارواکو او نورو مرستندویه ادارو سره یې په خبرو کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د مرستو د ډېرولو غوښتنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوید هژیر وایي: اوسمهال په هېواد کې ۳.۲ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ۲.۲ میلیون یې پر منځنۍ خوارځواکۍ او یو میلیون نور یې له پوره خوارځواکۍ سره مخ دي.