نړۍ

یوه وسلوال د پاکستان د استخباراتو دوه افسران وژلي – پاکستان

Published

on

د پاکستان پولیسو او امنیتي چارواکو ویلي؛ یوه وسلوال د سې شنبې پر ورځ د پاکستان په ختیځ کې د سړک غاړې له یوه رستورانت څخه بهر د استخباراتو دوه افسران وویشتل او له سیمې یې تېښته وکړه.

سیمه ییزو رسنیو په ډاګه کړې؛ د پاکستان د پنجاب ایالت د خانیوال د اړوند سیمې د پولیسو یوه لوړ پوړي مشر مرتضی بهاتي ویلي؛ دا برید هغه مهال رامنځته شو، چې دغو دوه استخباراتي کارکوونکیو غوښتل خپل موټر په یوه پارکینګ کې ودروي.

د راپورونو له مخې: پر دغو استخباراتي کسانو، چې د پاکستاني طالبانو او نورو وسلوالو په نيولو کې یې لاس درلود؛ د بريد مسووليت چا پر غاړه ندى اخيستى. ویل کیږي، چې دوی د ټوپک او بمي بریدونو په ګډون د پېچلو قضیو په څېړلو او حل کې لوی لاس هم درلود.

اړوند چارواکو ويلي؛ په وژل شويو استخباراتي کسانو کې يو يې د پنجاب ایالت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدير و، چې د پاکستانيو طالبانو په نيولو کې يې مهم رول لوبولی دی.

په دې راپور کې راغلي؛ تحریک طالبان پاکستان، د پاکستان له حکومت سره د نومبر په میاشت کې یو اړخیز اوربند پای ته ورساوه او په دې وروستیو میاشتو کې یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

Trending

Exit mobile version