تازه خبرونه
یوولس وزارتونو د پراختیایي بودجې له پنځوس سلنې لږ برخه لګولې
یوولس وزارتونو په روان کال کې د پراختیایي بودجو له پنځوس سلنې لږ برخه لګولې ده.
په ۱۳۹۵ل کال کې ټوله پراختیایي بودجه ۱۷۴ میلیارد افغانۍ وه، چې د افغانستان ۸۷ بودجوي واحدونو یوازې پېنځه څلویښت سلنه برخه لګولې ده.
د هغه تازه سند له مخې، چې آریانا نیوز ته رسیدلی، ښیي: له دې ډلې یوازې ۱۱ وزارتونو د خپلو پراختیایي بودجو له پنځوس سلنې لږ برخه لګولې ده.
د مالیې وزارت ۴۵ اعشاریه ۵ سلنه، د بهرنیو چارو وزارت ۲۷ اعشاریه ۵۰ سلنه، د حج او اوقافو وزارت ۴۵ اعشاریه ۸۹سلنه، د پوهنې وزارت ۳۰ اعشاریه ۸۴ سلنه، د کانونو او پترولیم وزارت ۱۶ اعشاریه ۶۱ سلنه، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت ۱۹ اعشاریه یوسلنه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۳۳ اعشاریه ۴۷ سلنه، د انرژۍ او اوبو وزارت ۳۷ اعشاریه ۷۳ سلنه، د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ۲۷ اعشاریه ۸۹ سلنه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت ۲۵ اعشاریه ۲۹سلنه، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ۳۳ اعشاریه ۸۹ سلنه لګولې ده.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زیوایي، مونږ له ټولو بودجوي بنسټونو غواړو، چې په لګولو کې یې هڅې وکړې او نړیوالې ټولنې ته د هغې د لګولو ظرفیت څرګند کړو.
د بودجې لګول د افغانستان په اقتصادي نظام او د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري؛ خو باور دا دی، چې د بودجې په لګولو کې لږوالی د خلکو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت هم د بودجې د لږ برخې د لګولو علت داسې رالنډوي:
د بهرنیو چارو وزارت ویاندشکیب مستغني وایي، د بورجې پلي کول اوس هم روان دي؛ مونږ هیله من یو، چې د مالي کال تر پایه له ۷۰ سلنې ډېره بودجه ولګوو.
ډېرو وزارتونو په ځانګړي توګه د کانونو او پترولیم وزارت په روان مالي کال کې لږ بودجه لګولې ده او په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیم له یو ساعت انتظار وروسته د خپل کاري دفتر په شا کې د بودجې د لږ برخې لګولو علت داسې روښانه کړ:
د دغه وزارت له پراختیایي بورجې څخه ۵۷ سلنه د تذکرو وه، چې له لګښت پرته له یوه کاله بل ته لیږدول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې مالي کال له یوې بلې میاشتې وروسته پای ته رسيږي.
د تېر مالي کال د پراختیایی بودجو د لږ برخې لګښت د دې سبب شو، چې ولسي جرګه د کابینې اووه وزیران سلب صلاحیت کړي او دا د دې سبب شو، چې د مقننه او اجرائیه قوو تر منځ اړیکې ترینګلې شي او یو د بل پر وړاندې ودریږي.
خبریال: فواد ناصري