تازه خبرونه
یو آسترالیایي پخوانی سرتېری د جنګي جنایت پر تور ونیول شو
د آسترالیا پولیسو د دوشنبې پر ورځ خپل د SAS ۴۱ کلن سرتېری نیولي او تمه کیږي، چې په افغانستان کې د ادعا شوي جنګي جرمونو په اړه له تحقیقاتو وروسته پر جنګي جرم او وژنې تورن شي.
د آسترالیا فدرالي پولیسو ویلي، چې دا سړی به د دوشنبې پر ورځ محکمې ته حاضر شي.
د بي بي سي د څرګندونو له مخې؛ دغه جرم د عمري بند سزا لري.
د آسترالیا نشراتي کارپوریشن (ABC) څرګنده کړې، چې نیول شوی کس د ۲۰۲۰ کال په یو مستند فلم کې د سي سرتېری یاد شوی، چې د ادعا له مخې جنګي جرمونه افشا کوي.
په انځورونو کې ښودل شوي، چې پر ۲۰۱۲ کال د افغانستان په سویل روزګان ولایت کې د غنمو په یوه کرونده کې د سي سرتېری یو افغان پر ډزو وژني.
د آسترالیا فدرالي پولیسو ویلي، چې دا سرتېری به د دوشنبې د ورځې په پای کې محکمې ته حاضر شي.
په ۲۰۲۰ کال کې د بریتون خپور شوی راپورښيي: د باور وړ شواهد شته، چې د آسترالیا لوړ پوړیو سرتېرو د افغان جګړې په لړ کې په غیرقانوني ډول ۳۹ کسان وژلي.
د بې بي سي د راپور له مخې؛ دغه جرم د عمري بند سزا لري.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د ثیادو ځواکونو لخوا د ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د بندیانو، بزګرانو یا ملکي وګړیو په وژنو کې ۱۹ اوسني یا پخواني ځانګړي ځواکونه ښکېل دي، چې دوسیې یې باید د پولیسو له لوري وڅېړل شي.
ښایي دا د پېښو پر تړاو په جرم کې د ښکېلو سرتېرو د نیولو لومړنۍ پېښه وي.