تازه خبرونه
یو افغان په اتریش کې د درې ښځو د قتل پر تور ونیول شو
(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)
د اتریش پولیسو یو ۲۷ کلن افغان د دغه هېواد د پلازمېنې ویانا په یوه فاحشهخانه کې د درې ښځو د وژلو پر تور نیولی دی.
د بي بي سي خبریال راپور ورکړی، چې دغه درې ښځې پر چړې وژل شوي او شکمن کس په داسې حال کې، چې چړه ورسره وه فاحشهخانې ته نږدې پټ شوی و.
تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه؛ خو له نیول شوي افغان څخه پوښتنې روانې دي.
ویل کیږي، چې په ويانا کې يوه ښځه او د هغې لور هم په يوه ناڅرګنده پېښه کې وژل شوي؛ خو چارواکي په دې باور دي، چې د دغې ښځې خاوند د پېښې مسوول دی.