تازه خبرونه

یو امریکایي په افغانستان کې له افغان قراردادي څخه د بډو اخیستو پر تور پر بند محکوم شو

Published

on

د امریکا د عدلیې وزارت په ډاګه کړې؛ یو امریکايي پوځي قراردادي له یوه افغان قراردادي څخه د بډو اخیستو پر تور پر درې کاله او لس میاشتې بند محکوم شو.

دغه ۵۷ کلن امریکایي پوځي قراردادي اورلاندو کلارک نومیږي او پر ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زېږدیز کال په افغانستان کې د امریکا حکومت د بیارغونې د قراردادونو د داوطلبۍ ارزولو لپاره ګمارل شوی و.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي؛ اورلاندو کلارک او د هغه همکار تاد کولمن، چې د یوې بلې امریکايي کمپنۍ شنونکی دی، له یوه افغان شرکت څخه د لسو قراردادونو د ګټلو په بدل کې څلور لکه دالره بډې اخیستی دي.

د بډو د ترلاسه کولو لپاره کلارک او کولمن په ګرجستان کې جعلي شرکتونه ثبت او بانکي حسابونه یې پرانستل.

کلارک او کولمن داسې جعلي حسابونه هم جوړ کړل، چې په عربي متحده اماراتو کې د موټر صادرولو په سوداګرۍ کې ښکېل دي. په حقیقت کې کلارک او کولمن ترې د شخصي شیانو لکه BMWs موترو د اخیستلو لپاره کاروه.

د دغې طرحې په بهیر کې کولمن او کلارک هم د نغدو پیسو د ترلاسه کولو لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر وکړ او بیا یې امریکا ته قاچاق کړې.

سربېره پردې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ کلارک د هغو افغانانو لپاره، چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د ترجمانانو په توګه کار کاوه؛ د جعلي ویزو سپارښتپاڼو د لاسلیک کولو لپاره هم بډې ترلاسه کړې وې.

په دې هڅو کې د لاس درلودو له کبله د کلارک ملګری ۴۸ کلن کولمن د فبرورۍ په میاشت کې پر دوه کاله او نهه میاشتو بند محکوم شوی دی.

Trending

Exit mobile version