تازه خبرونه

یو شمېر افغان څانګوال له کلونو وروسته هېواد ته راستانه شول

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۱

د هېواد اووه نومیالۍ څېرې، چې له ډېرو کلونو راپدیخوا د امنیت د نشتوالي له کبله له افغانستان وتلې وې؛ د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي نهه ویشتمه کابل ته راستانه شول او د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري یې تود هرکلی وشو.

دوی وايي، ډېر ژر به ګڼ شمېر علمي شخصیتونه هم، چې په بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي؛ هېواد ته راستانه شي.

دوی د ښې حکومتولۍ په موخه له اسلامي امارت سره د همکارۍ هوډ هم څرګند کړ.

د آریانا هوايي شرکت د ښوونې او روزنې پخواني مشر فضل الله جلیلي وايي: په دې پړاو کې زمونږ شمېر له ۲۰۰ ډېر دی. دوی د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر جګې زدکړې لري. په دوی کې هغه کسان هم شته، چې د غني او کرزي په حکومتونو کې یې د وزارت وړاندیزونه هم رد کړي دي.

د طب څانګوال عبدالمتین ساپی وایي: مونږ په بېلابېلو څانګو کې وړاندیزونه او مشورې لرو، چې اسلامي امارت کولی شي په خپله پالیسي کې ورته پاملرنه وکړي او د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره یې وکاروي.

د افغان شخصيتونو د راستنېدو کميسيون وياند د دغو کارپوهانو د راستنېدو د هرکلي په اړه ويلي، چې په دې وروستيو ورځو کې د پخواني حکومت په لسګونه لوړ او ټيټ پوړيو چارواکو له دغه کميسيون سره اړيکې نيولي او ډېر ژر به له دغه کميسيون سره د همغږۍ له مخې هېواد ته راستانه شي.

د افغانستان د راسنېدو کمیسیون ویاند احمدالله وثیق ویلي: اوسمهال لسګونه کسانو، چې د پخواني حکومت په لوړو او ټيټو پوستونو کې یې کار کړی؛ په کې واليان، مرستیالان، عمومي مدیران او یو شمېر سیاسي شخصیتونه شته، چې له مونږ سره یې اړیکه نیولې او ډېر ژر به کابل ته راستانه شي.

له وروستیو پرمختګونو او د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر سیاستوال، لوړ پوړي دولتي چارواکي او علمي شخصیتونه له هېواده وتلي دي.

اسلامي امارت ویلي؛ د دغه کمیسیون له هڅو ملاتړ ورکوي او غواړي د افغان شخصیتونو د راستنېدو لپاره ډاډمنه زمینه هم برابره کړي.

Trending

Exit mobile version