تازه خبرونه

یو چینایي شرکت په هرات ولایت کې د پولادو د تولید سروې وکړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۴۰۲)

د هرات د اوسپنې پټلۍ رییس تېره ورځ د کب پر درېیمه د دې رياست د تخنيکي کارمندانو په شتون کې د معدنونو د استخراج او پروسس په برخه کې د يون لونګ زيرن چینایي شرکت له استازي سره وکتل.

چینایي پانګوال هرات ولايت ته د خپل سفر پر مهال د فولادو د توليد په برخه کې د ۳ ميليون امريکايي ډالرو پر ارزښت د يوې پروژې له سروې خبر ورکړ او وایي، چې وروسته به د پانګونې دا کچه تر ۱۰۰ ميليون امريکايي ډالرو لوړه شي.

د افغانستان اوسپنې‌پټلۍ ادارې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د هرات د اوسپنې پټلۍ رییس محمد نسيم محمدي د يون لونګ زيرن شرکت استازي ونکسشويه ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګند کړه؛ اوسمهال په افغانستان او په ځانګړي توګه په هرات ولایت کې د معدنونو د استخراج او پروسس ترڅنګ د اوسپنې‌پټلۍ په برخه کې چينايي پانګوالو ته د پانګونې لپاره ښه فرصتونه موجود دي؛ ځکه، نو چينايي پانګوال باید له دې فرصت څخه ګټه پورته او دلته پر اوسپنې‌پټلۍ هم پانګونه زیاته کړي.

د يون لونګ زيرن شرکت استازي د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې له وروستيو فعالیتونو او پرمختګونو خوښي وښودله او د اوسپنې‌پټلۍ پراختيا يې له سيمې او نړۍ سره د افغانستان د نښلولو لپاره یوازنۍ لار وګڼله.

د يادونې ده، چې نوموړي په افغانستان کې د اوسپنې‌پټلۍ په برخه کې پانګونه لومړيتوب وګاڼه او څرګندوي، چې دا موضوع به د دې شرکت له رهبرۍ سره هم شريکه کړي.

Trending

Exit mobile version