نړۍ
یکشنبه مو د ځواکونو لپاره ستونزمنه ورځ وه – اوکرایني پوځیان
د اوکراین د وسلوالو ځواکونو قومندانۍ د یکشنبې ورځ د اردو لپاره ستونزمنه یاده کړه او څرګندوي، چې د روسیې پوځیانو څه نا څه پر ټولو لوریو د خپلو غندیو توغول روان ساتلي.
رویټرز راپور ورکړی، چې یادې قومندانۍ درستیزوال په خپل فیسبوکي پوسټ کې په ډاګه کړې، چې د کیف د واسلیکیف پوځي هوايي اډې د دفاعي ځواک غړيو د روسي ځواکونو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کوي.
د ملګرو ملتو د راپورونو له مخې؛ په روانې سخته جګړه کې، چې روسیې تېره پنجشنبه پیل کړې؛ سلګونه کورونه او پلونه ویجاړ، له ۱۶۰ زره ډېر کسان بې ځایه او ۱۱۶ زره نور له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.
