تازه خبرونه
۱۶ میلیون افغان ماشومان ملاتړ او بشري مرستو ته اړ دي – یونسیف
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف استازي ويلي؛ په دغه هېواد کې شپاړس میلیون ماشومان بشردوستانه مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف استازی دایکندي ولایت ته په سفر ویلي؛ د دې هېواد د ماشومانو حقونه د هرې ورځې له تېرېدو سره کمزوري کېږي او ډېري ماشومان له خپل عمر پورته مسوولیتونو ته اوږه وړاندې او خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو هڅه کوي.
فرانک اکیزا څرګندوي؛ په افغانستان کې شپاړس میلیون ماشومان بشردوستانه مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د وجهي صندوق استازی وایي: د دوی پر شونډو موسکا زه تر دې ځایه راوستلی یم؛ دا موسکا او دا ماشومانه فضا په داسې یوه هېواد کې، چې کابو ۱۶ میلیون ماشومان يې روغتیايي او بشري ملاتړ او مرستو ته اړتیا لري، ځکه دا ماشومان په کم عمر کې سخت کارونه ترسره کوي. په داسې یو هیواد کې چې هره ورځ ماشومان خپل حقونه له لاسه ورکوي؛ خوندي ځای برابرول نادر دي.
اکیزا وايي؛ یونیسف د ماشومانو له دوستانه فضا څخه ملاتړ کوي او غواړي، چې په دې فضا کې نجونې او هلکان وکولی شي په افغانستان کې له بشري ناورینونو څخه لرې پاتې شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق له هرې هغې هڅې هرکلی کوي، چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ښه ژوند ډاډمنې اسانتیاوې برابرې کړي. دغه صندوق له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له دې ادارې سره په همغږۍ د افغان هلکانو او نجونو له بشري ناورین څخه د ژغورلو او په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د دوستانه فضا د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند استیفن دوجاریک ویلي: د ماشومانو د ملاتړصندوق لخوا د ورکړ شویو احصائیو پر بنسټ په افغانستان کې ماشومان له جدي ستونزو سره مخ دي؛ په سړکونو کې له کار څخه نیولې تر ټولنیزو او تعلیمي ستونزو پورې، چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې په افغانستان کې کابو نیمايي ماشومانو ښه ژوند نهدرلود. معیشت او له لومړنیو خدمتونو بې برخې ول، نږدې ټول دغه ماشومان د خپلې کورنۍ د بېوزلۍ له کبله کار کولو ته اړ شوي دي.
اسلامي امارت د نړیوالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې د بېوزلۍ په اړه پر څرګندونو غبرګون ښکار کړ او وایي، چې دا څرګندونې ناسمې دي او دوی د ماشومانو د ژوندانه د ښهوالي لپاره کار کوي.
