Connect with us

لوبی

۱۸ افغان کرکټ لوبغاړي د هند غوره لیګ په لوملړ کې ونیول شول

د دې داوطلبۍ لپاره ټولټال ۲۹ افغان کرکټ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه.

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۲۷, ۱۴۰۳

د هند غوره لیګ (IPL) سیالیو ته، چې د لیندۍ پر څلورمه او پېنځمه / د نومبر پر څلیریشتمه او پېنځه‌ویشتمه په سعودي عربستان کې ترسره کېږي؛ ۱۸ افغان لوبغاړي ونومول شول.

د دې داوطلبۍ لپاره ټولټال ۲۹ افغان کرکټ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه.

د جمعې پر ورځ د هند غوره لیګ تنظیموونکیو د ۵۷۴ لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړ، چې ۱۸ افغانان په کې راغلل.

په ۵۷۴ لوبغاړو کې ۳۶۶ هندي او ۲۰۸ بهرني لوبغاړي دي.

ټولټال ۲۰۴ لوبغاړي پېرل کیږي، چې ۷۰ به یې بهرني لوبغاړي وي.

د افغان لوبغاړو بشپړ نوملړ، چې د داوطلبۍ په وروستۍ برخه کې راغلي دادي:

 

۱.  رحمن الله ګربز

۲. نور احمد

۳. وقار سلام خېل

۴. الله محمد غضنفر

۵. مجیب الرحمن

۶. عظمت الله عمرزی

۷. نوین الحق

۸. ظاهر خان پکتین

۹. صدیق الله اتل

۱۰. محمد نبی

۱۱. گلبدین نایب

۱۲. فضل الحق فاروقی

۱۳. نجیب الله ځدراڼ

۱۴. ابراهیم ځدراڼ

۱۵. قیس احمد

۱۶. کریم جنت

۱۷. فریدون داوودزی

۱۸. ننګیال خروتی

لوبی

افغان لوبغاړي د ۲۰۲۵ سنوکر نړیوال جام ۳۲ کسیز پړاو ته ورسېدل

د دې پړاو افغان لوبډله درې لوبغاړي؛ یو روزونکی او یو پلاوی لري، چې په دې سیالۍ کې د هېواد استازیتوب کوي.

Published

on

افغان سنوکر لوبغاړي هر یو محمد رییس هوتک او محمد میر نورزي د خپلو عماني سیالانو پر ماتولو د ۲۰۲۵  سنوکر او بلیارډ نړیوال جام ۳۲ کسیز پړاو ته ورسېدل او بریالي شول، چې خپلو سیالانو ته ۳ – ۰ ماتې ورکړي او د خپلو مهارتونو ځلانده ننداره وړاندې کړي.

د دې پړاو افغان لوبډله درې لوبغاړي؛ یو روزونکی او یو پلاوی لري، چې په دې سیالۍ کې د هېواد استازیتوب کوي.

د ۲۰۲۵ سنوکر او بلیارډ نړیوال جام به د عمان پر کوربتوب په مسقط ښار کې ترسره کیږي او د روانې میاشتې له پېنځلسمې څخه تر درویشتمې به روانې وي. په دې سیالیو کې د نړۍ له ۳۰ څخه ډېرو هېوادونو په دې سیالۍ کې برخه اخیستې ده.

د رییس هوتک او میر نورزي بریالیتوب د افغان سنوکر او بلیارډ لپاره یو هیله بښونکی حالت دی، چې په هېواد کې د څانګه‌والو سپورټونو وده او پراختیا پر ګوته کوي.

Continue Reading

لوبی

د فوټبال مینه‌والو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي

د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.

Published

on

که څه هم د افغان اتلانو لیګ (ای‌سي‌ال) پېنځم پړاو سیالیو پیل ته ۹ ورځې پاتې دي؛ خو په ټول افغانستان کې د فوټبال مینه‌والو لیوالتیا مخ پر زیاتېدا ده. له همدې کبله آریانا راډیو ټلویزیون ویاړي، ​​چې تېرو پړاوونو ته ورته یې د افغانانو لپاره د دې سیالیو د ټولو لوبو د ژوندۍ خپرونې، کوربتوب او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.

د افغان اتلانو لیګ پېنځم پړاو به سږکال د نومبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي او یوه میاشت به روان وي.

د دې لیګ د پچې اچونې مراسم به د یکشنبې پر ماښام د نومبر پر شپاړلسمه د کابل پر وخت ۷ بجې ترسره او پر ژوندۍ بڼه به په آریانا تلویزیون، آریانا نیوز او همدارنګه د یوټیوب چینل او آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې کې خپاره شي.

د افغانستان اتلانو لیګ په هېواد کې د فوټبال یو له خورا نومیالیو سیالیو څخه دی، چې د ولایتونو له ګوټ ګوټ څخه غوره لوبډلې او غوره لوبغاړي په کې برخه لري. د دې سیالۍ موخه د افغانستان د فوټبال کچه لوړول، ځوان لوبغاړي هڅول او د سپورټ له لارې د ملي یووالي درناوی او نمانځل دي.

د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه زړه‌‌راکښونکي پړاو لپاره بشپړ چمتووالی روان دی. لوبډلې د خپلو جوړښتونو وروستي کولو په حال کې دي، کلبونه چمتووالی نیسي او مینه‌وال د پرانیستې غږ اورېدلو ته پر تمه دي. دا سیالۍ به د پر زړه پورې سیالیو شاهدې وي او په کې به د افغان فوټبال پېژندل شوي ستوري او راڅرګندېدونکي استعدادونه وځلیږي.

د آریانا ټلویزیون یوه ویاند ویلي؛ دوی بشپړ چمتو دي، چې د ټولو سیالیو ژوندی او پراخ پوښښ وړاندې کړي.

ویاند زیاته کړې: “آریانا ټلویزیون خوښ دی او ویاړي، چې د افغانستان اتلانو لیګ لېوالتیا د هېواد هر ګوټ ته ورسوي. فوټبال مونږ یوواليته رابولي. مونږ ژمن یوو، چې د افغان سپورټ غوره لوبغاړي نندارې ته وړاندې کړي.”

د افغانستان اتلانو لیګ د خلکو د میړانې او سپورت ته د لېوالتیا څلی دی او پیل ته یې یوازې نهه ورځې پاتې دي، هرڅه د وړتیاوو، ډله‌ییز کار او ملي ویاړ د نمانځلو لپاره چمتو دي؛ یو داسې جشن ته ، چې یوازې به په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپور شي.

سږکال به لس لوبډلې د افغان اتلانو لیګ په پېنځم پړاو کې د جام ګټلو لپاره له یو او بل سره سیالي وکړي.

دا ۱۰ لوبډلې دا دي:

استقلال کابل اف‌سي

خراسان فاریاب اف‌سي

سرخ پوشان هرات

ابو مسلم فراه اف‌سي

عینو مېنه اف‌سي

ارمان اف‌سي

سرسبز یاشلر اف‌سي

جوانان پېروزي

صرافان هرات

اتفاق خانزاده

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوه‌یمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!