لوبی
۱۸ افغان کرکټ لوبغاړي د هند غوره لیګ په لوملړ کې ونیول شول
د دې داوطلبۍ لپاره ټولټال ۲۹ افغان کرکټ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه.
د هند غوره لیګ (IPL) سیالیو ته، چې د لیندۍ پر څلورمه او پېنځمه / د نومبر پر څلیریشتمه او پېنځهویشتمه په سعودي عربستان کې ترسره کېږي؛ ۱۸ افغان لوبغاړي ونومول شول.
د دې داوطلبۍ لپاره ټولټال ۲۹ افغان کرکټ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه.
د جمعې پر ورځ د هند غوره لیګ تنظیموونکیو د ۵۷۴ لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړ، چې ۱۸ افغانان په کې راغلل.
په ۵۷۴ لوبغاړو کې ۳۶۶ هندي او ۲۰۸ بهرني لوبغاړي دي.
ټولټال ۲۰۴ لوبغاړي پېرل کیږي، چې ۷۰ به یې بهرني لوبغاړي وي.
د افغان لوبغاړو بشپړ نوملړ، چې د داوطلبۍ په وروستۍ برخه کې راغلي دادي:
۱. رحمن الله ګربز
۲. نور احمد
۳. وقار سلام خېل
۴. الله محمد غضنفر
۵. مجیب الرحمن
۶. عظمت الله عمرزی
۷. نوین الحق
۸. ظاهر خان پکتین
۹. صدیق الله اتل
۱۰. محمد نبی
۱۱. گلبدین نایب
۱۲. فضل الحق فاروقی
۱۳. نجیب الله ځدراڼ
۱۴. ابراهیم ځدراڼ
۱۵. قیس احمد
۱۶. کریم جنت
۱۷. فریدون داوودزی
۱۸. ننګیال خروتی
