لوبی
۲۰۲۵ آسیا جام د افغانستان او هانګکانګ پر سیالۍ پیل کیږي
دا ۲۰ ورځنۍ سیالۍ، چې په ۲۰ اوریزه بڼه کې به ترسره شي؛ د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د لوبډلو د چمتووالي یوه برخه هم ده، چې د آسیا ۸ غوره لوبډلې به د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړي.
د ۲۰۲۵ کال آسیا جام اووهلسم پړاو لوبې نن( سېشنبه د وږي اتهلسمه / د سپټمبر نهمه) د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې د افغانستان او هانګ کانګ د ملي لوبډلو ترمنځ پر لوبه پیل کیږي.
دا ۲۰ ورځنۍ سیالۍ، چې په ۲۰ اوریزه بڼه کې به ترسره شي؛ د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د لوبډلو د چمتووالي یوه برخه هم ده، چې د آسیا ۸ غوره لوبډلې به د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې پر نړیواله کچه خپل مقام تثبیت کړی او د دې سیالۍ لوبو ته له بشپړ چمتووالی برخمنه ده.
د راشد خان نور ملګري لوبغاړي اوس کومه ځوانه او ولولهییزه لوبډله نده، بلکې د اتلولۍ لپاره یې له سیالانو سره سیالۍ ته مټې رابډوهلې دي.
افغانستان اوس راشد خان، محمد نبي او نور احمد ته ورته د نړۍ غوره توپاچوونکي لري او د ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز پر مشرۍ د پیاوړو توپوهونکي او بریدګرو له جوړښت برخمن دی، چې د آسیا د سیالیو د سیالانو د ماتولو هیلې ورسره تړلې دي.
دا سیالۍ پر دوه ګروپي لوبډلو وېشل شوې دي:
الف لوبډلې: هند، پاکستان، متحده عربي امارات اوعمان
ب لوبډلې: افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې به دوهیم پړاو ته لاړې شي؛ وروستۍ سیالي به د تلې پر شپږمه / د سپټمبر پر اتهویشتمه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
دا لوبه د کابل پر وخت له ماښام وروسته اووه بجې پیلیږي.
د هند لوبډله، چې د سوریا کمار یادو پر مشرۍ ولوبیږي؛ دفاعي اتله او له ۸ اتلولیو سره په دې سیالیو کې تر ټولو ویاړلې لوبډله ده.
سریلانکا له ۶ او پاکستان له ۲ اتلولیو سره هم د سیالانو په ډله کې دي.
افغان لوبډله به نن په خپله لومړۍ لوبه کې له هانګکانګ سره مخ شي؛ یوه داسې لوبه، چې د لوبډلې د هیلو لپاره یو ښه او غوره پیل کېدی شي.
افغانان او نړیوال هیله من دي، چې دا سیالۍ به د افغان کرکټ په تاریخ کې یو ویاړلی بدلون رامنځته کړي.
د اماراتو له آشنا شرایطو او د راشد خان له مشرۍ تمه دا ده، چې ملي لوبډله به مو یو ځل بیا پخپلو ویاړنو د مینهوالو زړونه خوښ کړي.
افغانستان له دې مخکې د متحده عربي اماراتو پر کوربتوب په درې اړخیز لوبلړ کې له پاکستان او کوربه لوبډلې سره سیالي کړې او دوهیم مقام یې خپل کړی دی.